د لاس رسي وړ اتصالات

جنګ او سوله؛ په اوکراین د بریدونو له زیاتوالي سره یو ځای مذاکرات بیا پيلیږي


روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل پیل کړ
روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل پیل کړ

پداسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین د عمده ښارونو بمبارۍ ته زور ورکړی د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د چهارشنبې د ورځې مارچ دوهمه (کب ۱۱) په وروستیو کې د روسي او اوکرایني پلاویو ترمنځ خبرې بیا پیل شي.

رویترز د بلاروس د بلتای اژانس په حواله ویلي چې یو روسي هیت د اوکرایني سیالانو سره د خبرو لپاره د خبرو ځای ته د سفر په حال کې دي. خو دغه اژانس د د خبرو د ځای په اړه جزییات ندي ورکړي.

د کرملین ویاند دیمیتری پسکوف، هم تائید کړی چې یو روسی پلباوی د اوکرایني مقاماتو دسره د دوهم پړاړ مذاکراتو ته تیار دی.

د سولې دوهم پړاو مذاکراتو ته تیاری پداسې حال کې نیول کیږي چې د خبرو لومړی پړاو چې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب ۹) ترسره شوی و له پنځو ساعتونو وروسته په اوربند باندې له موافقې پرته پای ته ورسید، خو دواړو خواو د خبرو په دوام موافقه وکړه.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبیا، هم ویلي دي چې هیواد یې د دپلوماسۍ مشارکت ته تیار دی، خو "په هیڅ ډول د روسیې د اولتیماتیمونو منلو ته تیار ندی."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکی، د سه شنبې په ورځ مارچ لومړۍ نیټه په یوه مرکه کې چې د رویترز اژانس او د سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې له لارې په ګډه ترسره شوه ټینګار وکړ چې روسیه باید لومړی جګړه ودروي تر څو مذاکراتو ته فرصت ورکړي. هغه زیاته کړه: "لږ تر لږه د خلکو بمبارول باید ودرول شي، فقط بمباري باید وځنډول شي او بیا د مذاکرې د میز تر شا خبرې وشي."

دا پداسې حال کې دي چې جګړه د خارکیف او کیف په ښارونو کې سخته شوې او مسکو د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه اعلان وکړ چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون بندري ښار یې په بشپړه توګه نیولی دي؛ هغه ادعا چې اوکراین رد کړې خو ویلي یې دي ددې ښار په کوڅو کې جګړه روانه ده.

«روسیه نیت لري چې مونږ نابود کړي»

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه په یو ویدیویي پیغام کې ادعا وکړه چې روسیه نیت لري اوکراین، د هغه تاریخ او خلک نابود کړي.

ښاغلي زیلینسکي په کیف کې د هولوکاست پر څلي باندې له برید وروسته وویل: "پدغه څلي باندې برید ښیي چې هغوی زمونږ د خلکو او زمونږ د هیواد د تاریخ په هکله په هیڅ څه نه پوهیږي، او ټولو ته امر شوی چې اوکراین، خلک او تاریخ یې نابود کړي ".

د اوکراین ولسمشر چې پخپله هم یهودي دی د نړۍ له یهودانو وغوښتل چې د هغه څه په هکله چې په اوکراین کې پیښیږي "سکوت" ونه کړي. هغه وویل: "نازیتوب په سکوت کې زیږي.د د ملکي وګړو د وژنو په اړه نارۍ ووهئ، د اوکراینیانو د قتل په اړه فریاد وکړئ. "

ښاغلي زیلینسکي پدې ویدیویي پیغام کې په انتقاد سره د لویدیځ غبرګون بسیا ونه ګاڼه او وویل: "اوس د بې طرفۍ وخت ندی. " هغه د نور نړیوال ملاتړ او ددې جملې څخه د اروپایي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کیدو د هڅې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG