د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې روسي بانکونو سره اړیکې پرې او روسي تلویزیوني خپرونې بندې کړې


په اوکراین د روسیې یرغل
په اوکراین د روسیې یرغل

اروپایي ټولنې د روسي بانکونو سره مالي ارتباطات بند کړل او د روسیې د آر ټي (روسیه نن) او سپوتنیک تلویزیوني خبرونې یې بندې کړې.

اروپایي ټولنې د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) د اوو روسي بانکونو سره د سویفت (SWIFT) د بانکي تادیاتو د ارتباطاتو سیستم بند کړ او همداشان د کرملین تر کنترول لاندې دوه تلویزیوني شبکې آر ټي او سپوتنیک خپرونې یې په اروپایي ټولنې کې بندې کړې.

د اروپایي ټولنې دغه تصمیم چې سمدستي عملي شوی پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې د لویدیځ د وروستیو بندیزونو یوه برخه ده.

د اروپایي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسلا فون درلاین په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې: «د برېښنا په سرعت اروپایي ټولنې د روسیې په مالي سیستم، د پرمختللې تکنالوژۍ په صنعت او لوړپوړو فاسدو څیرو باندې درې ډول سخت بندیزونه لګولي دي.»

د تیرې اونۍ دغه ډله ییز اقدام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هغه وزیرانو او هغه ځواکمنې ډلې ته سزا ورکول دي چې د هغه د واکمنۍ ملاتړي دي او همداشان د روسیې په مرکزي بانک باندې دغه بندیزونو همدا اوس د روسیې اقتصاد ته تاوان رسولی دی، خو تر اوسه داسې نښې نښانې نشته چې ښاغلی پوتین د جګړې له پراخیدو څخه پر شا کړي.

د روسیې زیات شمیر مهم بانکونه د سویفت د بانکي تادیاتو د مالي ارتباطاتو د سیستم څځه بې برخې شوي دي، خو پدې لست کې د روسیې ستر بانک «سبیر باک» او «ګارپروم بانک» تر اوسه پدې خاطر ندي ځای شوي چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه وکړای شي د روسیې د ګازو او تیلو د وادرداتو پیسې تادیه کړي.

خو د اروپایي ټولنې یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې پدې لست به په پرله پسې توګه غور وشي او «په سیمه کې د حالاتو مطابق» به په کې بدلون راشي.

هغه زیاته کړې چې د جي۷ هیوادونو د شریکانو د جمعي بندیزونو په نتیجه کې «د روسیې څه دپاسه ۸۰ فیصده بانکي سیستم باندې» د سویفت سیستم، د پانګو د کنګل کیدو او مالياتو په بڼه د اروپایي ټولنې، متحده ایالاتو او بریتانیا له لورې بندیزونه لګول شوي دي.

سویس چې اروپایي ټولنې غړی ندی او یو ستر مالي بازار دی ویلي چې د اروپایي ټولنې د بندیزونو د پریکړې سره به یوځای عمل وکړي.

اروپایي ټولنې همداشان د آر ټي (روسیه نن) او سپوتنیک تلویزیوني شبکو خپرونې بندې کړي او دغه دواړه یې د کریملین د تبلیغاتو ارګانونه بللي دي چې په وینا یې هغه څه چې په اوکراین کې پیښیږي د هغه په اړه غلط معلومات خپروي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالسۍ مشر جوسف بوریل وایي «مونږ د پوتین ګوډاګي عملیاتو په وړاندې مهم ګام پورته کوو او په اروپایي ټولنه کې د روسیې د دولت تر منترول لاندې رسنۍ بندوو.»

XS
SM
MD
LG