د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: خلک دې پخپله خوښه وسلې او دولتي وسایط وسپاري


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کابل او ځينو نورو ګاونډيو ولايتونـو کې له تصفيوي عملياتو سره هم مهاله د طالبانو د حکومت له خلکو څخه غوښتي چې وسلې او دولتي وسايط په خپله خوښه دوی ته وسپاري٠

د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن پنجشنبه مارچ دريمه (کب١٢) په یوې اعلامیې کې ويلي چې په دې سره به د تلاشۍ بهير هم ژر پاى ته ورسيږي٠

په اعلاميه کې ويل شوي:"د دې له پاره چې د تصفیوي عملیاتو دغه جریان ډیر اوږد نشي؛ نو بناء اسلامي امارت له ټولو هغو هیوادوالو، چې وسلې، دولتي وسائط او غیر قانوني توکي له ځان سره لري او یا د غلو او اختطافګرو په اړه معلومات ولري غوښتنه کوي، مخکې له دې چې د تلاشۍ ګروپونه ورته ورسیږي، دوی دې په خپله خوښه یادې وسلې او دولتی شتمنۍ ځواکونو ته وسپاري٠"

د طالبانو د حکومت په بیان کې ویل شوي چې د تيرو څو ورځو تلاشۍ پر مهال یې سلګونه میله سپکه او درنه وسله، لسګونه عرادې دولتي موټر، مهمات او ګڼ نور غیر قانوني توکي او د اختطاف په تور يې يو شمير کسان نيولي دي٠

په کابل او څنګلورو ولایتونو کې د طالبانو د کور په کور تلاشۍ عملیات د تیرو شپږو ورځو راپدېخوا پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر کسانو د طالبانو د کور په کور تلاشۍ په اړه انتقاد کړی، او ځینو نورو بیا د دغه بهیر ستاینه کړې.

د طالبانو د رئیس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر نن پنجشنبه په کابل کې د خصوصي سکټور په ملي کنفرانس کې وویل چې د کور په کور تلاشۍ عملیات د خلکو دامن په هدف پیل شوي دي.

هغه وویل چې خلک باید ددغه عملیاتو ملاتړ وکړي.

خو روانه اونۍ د افغانستان لپاره د اروپا ځانګړي استازي وان برنت د طالبانو په دغو عملیاتو انتقادکړی وکړ او له هغوی څخه یې غوښتي دي‌چې دا عملیات ودروي.

هغه لیکلي دي: «ترهه، د کورونو تالاشي، نیونه او د نورو قومونو د غړو او ښځو سره خشونت جرم دی او باید ژر تر ژره بند شي.»

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو لخوا کور په کور تلاشۍ ته غبرګون ښودلی او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG