د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش له افغانستان څخه د ۲۰ اورونو لومړۍ لوبه وګټله


د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې په لومړۍ نړیوالې شل اوریزې لوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړه. دویمه لوبه د شنبې په ورځ ده.

بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه خو د افغانستان ټول لوبغاړي په ۹۴ منډو وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

دغه لوبه نن پنجشنبه مارچ دریمه (کب ۱۲) ماسپښین مهال د بنګله دېش مرکز ډهاکه کې وشوه.

د بنګله دېش په وړاندې نننۍ لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې د محمد نبي په لوبډلمشرۍ رحمن الله ګوربز،حضرت الله ځاځی،نجیب الله ځدراڼ،دروېش رسولي،عظمت الله عمرزی،قیس احمد،کریم جنت،راشد خان، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي شامل وو.

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ تیره دوشنبه فبرورۍ ۲۸ (سلواغه نهمه) پای ته ورسېده.

افغانستان په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، خو بنګله دېش د دغو دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګتله. د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د شنبې په ورځ ده.

XS
SM
MD
LG