د لاس رسي وړ اتصالات

رحمان الله ګربز دریم افغان لوبغاړی چې د ګجرات لوبډلې لپاره به لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ وهونکی رحمان الله ګربز د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستی.

تر ګربز وړاندې راشد خان او نور احمد لکڼوال هم دې لوبډلې اخیستي و.

سره لدې چې د افغانستان دا ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی لوبغاړی د فبروري په میاشت کې د هند د غوره لیګ په بولۍ کې هیڅ لوبډلې وانخیست خو د کریک انفو ویب پاڼې لیکلي چې ګربز د انګلستان د لوبغاړي جسین روای پر ځای اخیستل شوی.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې رحمان الله ګربز د ۵۰ لکو هندي کلدارو په بدل کې د سږکال د سیالیو لپاره اخیستل شوي چې تقریبا ۶۶ زره امریکایي ډالر کیږي.

ګربز د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا په غوره لیګونو کې هم لوبې کړي. هغه په تیزې توپ وهنې کې نوم لري او دا وړتیا لري چې د میدان هرې خوا ته شاټ ووهي.

دا لومړی ځل دی چې د ګجرات لوبډله د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) کې برخه اخلي. دې لوبډلې راشد خان د بولۍ وړاندې اخیستی و خو نور احمد لکڼوال یې په بولۍ کې واخیست. لکڼوال د هند د غوره لیګ د دې پړاو په سیالیو کې تر ټولو کمکی لوبغاړی دی.

د سږ کال آی پي ایل په سیالیو کې د ګربز په راتګ سره ۵ افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان، نور احمد لکڼوال او فضل حق فاروقي)برخه لري.

دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې دي او ۶ سوه هندي او نړیوال لوبغاړي په بولۍ کې و. دا د آی پي ایل پنځلسم پړاو دی چې ټاکل شوې د را روانې مارچ د میاشتې په وروستو ورځو کې پیل او د مې په میاشت کې پای ته ورسیږي.

د افغانستان شاوخوا ۱۷ لوبغاړو نومونه د د دغو سیالیو ته استول شوي وو. آی پي ال د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي. سږکال د شاوخوا ۲۲۰ بهرنیو لوبغاړو او ۳۷۰ هندي لوبغاړو نومونه د دغه لیګ بولي ته استول شوي وو.

په دغه لیګ کې ټولټال لس ټیمونه لوبېږي او هر کال یو ځل کېږي

XS
SM
MD
LG