د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: زموږ جنګي بیړۍ چاودنه کې زیانمه شوې؛ اوکرایني چارواکي: موږ ویشتې


د روسیې دفاع وزارت وایي‌ چې ددغه هیواد پر کروز مزایلو سمباله د ماسکوا جنګي بیړۍ د اور لګیدو له امله سخته زیانمه شوې ده، خو یو اوکرایني چارواکی ادعا کوي چې دا بیړۍ د هغوی د مزایلو په برید کې زیانمنه شوې ده.

د روسیې دولتي رسنۍ د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) وویل په تور سمندرګي کې د هغه هیواد په یوه جنګي بیړۍ د اور لګیدو له امله چاودیدونکي توکي چاودیدلي او په پای کې بیړۍ سخته زیانمنه شوېده.

یاد وزارت ویلي دي چې د اور لګیدو د علت‌‌ په اړه څیړنې پیل شوي او د بیړۍ عمله تخلیه شوې ده.

له دې مخکې د اوکراین د ادیسه ښار والي‌ ویلي وو چې اوکرایني ځواکونو دغه جنګي بیړۍ په مزایل ویشتې ده.

ماکسیم مارچینکو په ټلیګرام کې لیکلي چې د نپتون په نامه مزایل چې په تور سمندرګي کې ځای پر ځای شوي د روسي بیړۍ ته سخت زیان رسولی دی.

د اوکراین د جمهوري ریاست سلاکار اولیسکي اریستوویچ د یوټیوب په یوې نشراتي خپرونه کې ویلي دي چې د روسي بیړۍ په قوي ډول سوځي او دا چې تور سمندرګۍ توپاني دی ، داسې نه ښکاري چې د بیړۍ ۵۱۰ تنه عمله مرسته ترلاسه کړي.‌

خو دغه اوکرایني چارواکي‌ له دې چې د ماسکوا په بیړۍ کې څه پیښ شوي، بې خبري وښوده.

د روسیې دا بیړۍ پداسې حال کې زیانمنه کیږي چې متحدو ایالتونو نن چهار شنبې اپریل ۱۲ له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تازه تسلیحاتي مرسته اعلان کړه.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي هغه تسلیحات چې واشنګټن کیف ته برابر کړي له روسیې سره یې په جګړه کې ویجاړونکی تاثیر درلود.

XS
SM
MD
LG