د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ کې یوې محکمې د څرخي پله د زندان یو پخوانی قوماندان په ۱۲ کاله بند محکوم کړ


په هالنډ کې محکمې نن پنجشنبه اپریل ۱۴ (وري۲۵) د څرخي پله د زندان یو پخوانی قوماندان د جنګي جرمونو او د سیاسي مخالفینو سره د ناوړه چلند په خاطر په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.

د محکمې قاضیانو ویلي چې دغه ۷۶ کلن سړی چې ځان عبدالرفیف بولي خو په اصل کې عبدالرزاق عارف دی چې د ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۹۰ کاله پورې د څرخي پله د زندان قوماندان و.

د څرخي پله دې پخواني قوماندان په محکمې کې ویلي چې د بل یو شخص په نامه ده سزا ورکول کیږي خو قاضیانو یې دا ادعا رد کړله.

د عارف مدافع وکیل ویلي چې د محکمې د پریکړې په خلاف به د استیناف غوښتنه وکړي.

ښاغلی عارف د همدې روان ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۱۶ مه(سلواغه ۲۷) محکمې ته وړاندې کړل شو.

دغه ۷۶ کلن سړي محکمې ته وویل چې هغه په تېروتنې سره نیول شوی دی او «اصلي‌ کس» نه دی. نوموړي وویل چې خپل نوم یې یاد نه دی، خو د محکمې په اسنادو کې یې نوم عبدالرفیف ښودل شوی دی.

د محکمې په اسنادو کې راغلي دي‌ چې د دغه تورن اصلي نوم عبدالرزاق عارف دی خو په هالنډ کې په بل جعلي نوم ژوند کوي.

په هغه تور دی چې د زندان د سیاسي بندیانو د برخې د مشر په توګه یې خپل سیاسي مخالفان شکنجه کړي، ځورولي او ربړولي دي. وايي د هغه تر قوماندې لاندې کسانو بندیان شکنجه کړي او وژلي دي.

هغه وخت کې «مجاهدینو د روسیې له ملاتړه د برخمن افغان حکومت» په ضد جګړه کوله او په دغه زندان کې د حکومت مخالفان ساتل کېدل.

خو نوموړي قاضیانو ته وویل: « تاسو چې د چا په اړه خبرې کوي، زه هغه کس نه یم.»

د محکمې په بهیر کې ښاغلي رفیف د قاضیانو ټولې پوښتنې خپل مدافع وکیل ته راجع کړې او وویل چې هغه ګنګس دی او هیڅ یې هم په یاد نه دي.

د محکمې څارنوالې میرجم بلوم د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «یو کس محاکمه کیږي چې زموږ په بارو په کابل کې یې جنګي جرمونه کړي. ګمان کوو چې هغه د زندان [څرخي پله] قومندان او د سیاسي برخې مشر و چې په کې د زندانیانو فردي ازادي سلب شوې او غیر انساني چلند ورسره شوی و.»

په هالنډ کې چارواکي وایي چې د تورن په اړه یې په ۲۰۱۲ کې له هغه وروسته تحقیقات پیل کړل چې راپورونه خپاره شول د څرخي پله زندان پخوانی قومندان په دغه هېواد کې ژوند کوي.

چارواکي وايي چې د تحقیقاتو په لړ کې په بیلا بیلو هیوادونو کې یې له ۲۵ شاهدانو سره خبرې کړې او «بې شمېره محتویات» یې راټول کړي دي.

میرمن بلوم په تېرې یوې لسیزې کې پراخو تحقیقاتو ته په کتو وویل: «ډاډه یم چې سم کس محاکمه کوو.»

رفیف په ۲۰۰۱ کې هالنډ ته راغلی،‌ هلته یې پناه اخیستې او اوس د هالنډ تابعیت لري.

تر دې مخکې په هالنډ کې د افغانستان د پخواني چپي حکومت د استخباراتو درې نور چارواکي د جنګي جنایاتو په تور محکوم شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG