د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوه 


د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوه 

په جاپان کې چارواکو نن دوشنبه اپریل ۲۵ (غوايي پنځمه) اعلان وکړ چې د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه کان تناکا په ۱۱۹ کلنۍ کې مړه شوه. دغې جاپانۍ میرمن ته په ۲۰۱۹ کې د نړۍ پرمخ د ډېر عمر لرونکې انسان سند ورکړل شوی و.

د جاپان د «فوکوئوکا» ښار په حکومتي‌ اعلامیې کې ویل شوي چې میرمن تناکا د ژوند تر ورستیو ورځو پورې په سټه روغه وه، د «بورډ/تختې» لوبه یې خوښېدله او په فارغ وخت کې به یې د ریاضي د پوښتنو د ځوابولو تمرینونه کول. همدغه راز د هغه غیرالګولي مشروبات (سوډا) خوښېدل او چاکلیټ به یې هم خوړل.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس، کان تناکا په ۱۹۲۲ کې له هایدیو تناکا سره واده وکړ، څلور اولادونه یې وزېږول او یو بل یې په فرزندۍ ومانه. هغې پلان لره چې د توکیو د ۲۰۲۱ د اولمپیک لوبو د څراغ د انتقال په مراسمو کې برخه واخلي، خو د کروناویروس له کبله دا کار ونشو.

د ګینیز د ریکارډونو کتاب په ۲۰۱۹ کې هغه په ژوندیو انسانانو کې تر ټولو مسنه ښځه اعلان کړه. له دغه اعلان وروسته یې له مېرمن تناکا څخه وپوښتل شول چې د ژوند خوږه شېبه یې کومه وه، هغې همدغه اعلان د خپل ژوند ښه وخت یاد کړ.

د نوموړې په اړه ویل شوي چې د سهار په ۶:۰۰ بجو له خوبه پاڅېده او د نورو بوختیاو تر څنګ به یې ریاضي مطالعه کوله او رسامي به یې هم کوله. د ګینز کتاب کې لیکل شوي چې کان تناکا د «اتیلو» په نامه یو ګیم کې ډېره تکړه وه او له نورو به یې ډېر کله دا لوبه ګټله.

کان تناکا د اپریل په ۱۹ نېټه مړه شوې ده. د «فوکوئوکا» والي سیتارو هاتوري په یوې اعلامیې کې د میرمن تناکا په مړینې خواشینې ښودلې او لیکلي یې دي چې «دې خبر ډېر غمژن کړم».

وايي پلان یې لره چې سږ کال د سپتمبر په میاشت کې د «عمر ورځ» چې په جاپان کې ملي رخصتي وي، له هغې سره وویني، چاکلیټ ورسره وخوري‌ او غیرالکولي مشروبات وڅښي.

د «نړۍ د معلوماتو بانک» ښايي چې په جاپان کې د نورو هېوادونو په پرتله مسن انسانان ډېر دي او ۲۸ سلنه نفوس یې ۶۵ او یا تر هغه ډېر عمر لري.

د کان تناکا څخه مخکې د فرانسې جیني لویس کالمنټ تر ټولو مسنه او زیات عمر لرونکې انسانه وه چې په ۱۹۹۷ کې د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوه.

XS
SM
MD
LG