د لاس رسي وړ اتصالات

ناسمو معلوماتو او سانسور په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي کمه کړې 


په فرانسه کې د بې پولو خبریالانو میشت سازمان وایي چې د کرملین له اقداماتو څخه پیروي او د ناسمو معلوماتو او ګنګوسو د خپریدو زیاتوالي په نړۍ کې پر آزادو رسنیو ناوړه تاثیر کړی دی.

دغه سازمان د نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ د ۲۰۲۲ کال په شاخص کې چې نن د مې دریمه (غوایي ۱۳) خپور شو ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې برید په نړۍ کې د جعلي خبرونو او ګنګوسو په خپریدو کې پراخه ونډه درلوده.

د رسنیو د څار دغه بنسټ همدارنګه ویلي دي چې د هغوی موندنې د اندیښنې وړ دي ځکه د هیوادونو د رسنیو او د نړۍ په کچه د هیوادونو ترمنځ په دوو برخو ویشل شوی حالت ښکاره کوي.

په متحدو ایالتونو کې د بې پولو خبریالانو د سازمان مرستیال کلیټون ویمرس امریکا غږ ته وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو قطبي کیدل او د معلوماتو ګډوډ حالت په بې سارې ډول د ټولنیزو اختلافاتو د زیاتیدو لامل شوی‌ دی.

ددغه سازمان په کلني راپور کې د نړۍ ۱۸۰ هیوادونه د ژورنالیزم د چاپیریال د آزادۍ پر اساس درجه بندي شوي دي.

بې پولو خبریالانو ویلي دي چې دې راپور له نوې مختلطې تګلارې څخه چې سیاسي، حقوقي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي او امنیتي برخې دي، کار اخیستي دی.

د یاد راپور پر اساس، ۲۸ هیوادونه د مطبوعاتو "ډیره بده" آزادي لري چې روسیه او چین پکې تر ټولو ناوړه دي.

چین او روسیه

روسیه د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین له برید وروسته په لویه کې د خبري پوښښونو د کنترول په هڅه کې ده. هغه هیواد داسې یو قانون تصویب کړ چې "د پوځ په اړه د ناسم خبر خپریدل" کولی شي خبریالان تر ۱۵ کلونو پورې زنداني کړي او خبریالان نشي‌ کولی ددغه هیواد نظامي برید "جګړه" وبولي.

روسیه په خپلو ځپونکو اقدماتو سره د بې پولو خبریالانو په لست کې ۱۵۵ ځای لري.

چین هم په هانګ کانګ کې د خپل نفوذ په خاطر، د یو لړ بریدونو او نیونو له امله چې له مخې یې د دیموکراسۍ ملاتړې ویبپانې سره پاشیدلي، د جدول ۱۷۵ نمبر ته سقوط کړی دی.

په داسې حال کې چې چین ۱۲۰ خبریالان بندیان کړي، دغه سازمان یاد هیواد د خبریالانو ستر زندان بللی دی.

بیجینګ همدارنګه د حساسو موضوعاتو په اړه د خپلواکو او بهرنیو خبریالانو د کار د مخنیوي لپاره له جبر، ځورونکو او فشارونو څخه کار اخیستی دی.

افغانستان

د رسنیو د څار دغه بنسټ ویلي دي‌ چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو په وړاندې له خپلو ژمنو خلاف، له فشار او تاوتریخوالو څخه کار اخیستی او له هغه وخته چې دا ډله پر افغانستان واکمنه شوې ده، د خبریالانو او خبري‌ سازمانونو وضعیت خراب شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم د سه شنبې په ورځ مې دریمه د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې په تیرو اتو میاشتو کې کابو ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په افغانستان کې خپل کار له لاسه ورکړی او په دې موده کې ۲۳۱ تصویري، صوتي او چاپۍ رسنۍ له فعالیته پاتې شوي دي.

بې پولو خبریالانو له همدې امله افغانستان د لست په ۱۵۶ ځای کې راوستی دی. افغانستان له دې مخکې په ۱۲۲ ځای کې وو.

د ناروې، ډنمارک او سویډن رسنۍ په ترتیب لومړی تر دریم ځای لري خو ایران، اریتریا او ترکمنستان بیا د جدول په وروستۍ برخه کې دي.

شمالي کوریا اوس هم د جدول په ۱۸۰ ردیف کې ده.

XS
SM
MD
LG