د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: طالبان باید د خبریالانو نیول بند کړي


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) چې مرکز یې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې دی، په طالبانو غږ کړی چې د خبریالانو نیول کیدل دې بند کړي او هم دې د خبري ادارو په فعالیتونو لګیدلي بندیزونه لیرې کاندي.

دې ادارې دوشنبه مارچ ۲۸ (وري۸) د خبري راپورونو پر اساس پخپل ویب سایټ کې ویلي چې طالبانو د شنبې د ورځې راپدیخوا ۷ خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکي نیولي او بیا یې بیرته خوشې کړي او هم یې په افغانستان کې دننه سیمه ایزو مطبوعاتو ته امر کړی چې د نړیوالو مطبوعاتو خپرونې دې بندې کړي.

په واشنګټن ډي سي کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د آسیایي پروګرام مسؤل سټیون بټلر په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي چې نیول شوي ټول خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي او د تل لپاره دې د مطبوعاتو د کار کوونکو نیول کیدل بند کړي.

ښاغلي بټلر په اعلامیې کې ویلي، " دا ډول خپل سرې نیونې او د ګڼ شمیر نړیوالو مطبوعاتو په خپرونو تازه بندیزونه د هیواد مطبوعاتي سکتور له منځه وړي چې یو وخت ښه ځلیده او هم افغان ولس د مهمو معلوماتو تر لاسه کولو څخه محروموي".

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې دا اعلامیه وروسته تر هغه خپره کړله چې په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې وویل د طالبانو حکومت په کندهار کې څو سیمه ایزې رسنۍ تړلي او یو شمېر کارکوونکي یې نیولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دوشنبه مارچ ۲۸ (وري اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتي ادارو کارکوونکو د ملت غږ، تبسم، زما او څانګې راډیوګانو په دفترونو چاپې وهلې دي.

دا مرکز وايي چې طالبانو د دغو ادارو لږ تر لږه شپږ کارکوونکي له ځان سره بیولي دي. په دغو رسنیو تور دی چې د موسیقۍ د نه خپرولو په اړه یې د طالبانو تګلارې او اصول نه دي مراعت کړي.

د (CPJ) په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د شنبې په ورځ د سلام وطندار یو خبریال سرور هاشمي چې د ښوونځیو د تړل کیدو پر ضد د مظاهرې په هکله یې راپور ورکاوه، نیولی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې طالب چارواکو د ښاغلي هاشمي څخه تقریباً ۶ ساعته پوښتنې ګرویګنې کړي او وروسته یې پرته لدې چې په هغه کوم تور ولګوي، خوشې کړی.

دې کمیټې همدرانګه ویلي چې د خبري راپورونو پر اساس طالبانو د یکشنبې مارچ ۲۷ (کب۷) د امریکا غږ، بي بي سي او دویچه وله پښتو، فارسي و اوزبیکي خپرونې چې په افغانستان کې دننه د سیمه ایزو مطبوعاتو له لارې خپریدې، بندې کړي.

د کمیټې په اعلامیې کې ویل شوي چې شمشاد، آریانا او آرزو ټلویزیوني شبکو د بي بي س او طلوع نیوز د امریکا غږ خپرونې نشرولې. همدرانګه آریانا، شمشاد او طلوع نیوز د دویچه وله پروګرامونه هم خپرول.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د نړیوالو مطبوعاتو په خپرونو د بندیز په هکله په یوې اعلامیې کې ویلی چې متحده ایالاتو او نړیواله ټولنه د طالبانو کړنې دننه په افغانستان کې د نږدې نه څاري.

په اعلامیې کې د طالبانو په پریکړې ژوره اندیښنه ښودل شوې. اعلامیه وایي چې د طالبانو دا ډول کړنې افغان ولس د خپلواکو، ریښتینو او نړیوالو مطبوعاتي سرچینو څخه محرومي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې تعلیم او د بیان آزادي په افغانستان کې د هر وګړي بشري حق دی.

د امریکا غږ د «اشنا تلویزون» په نامه افغانستان ته خپرونې لرلې چې د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزون څخه خپرېدلې. تر دې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزون څه باندې یوه لسیزه د افغانستان ملي تلویزون له لارې خپرونې لرلې.

د اشنا تلویزون خپرونې د مارچ په ۲۷ نېټه په افغان خصوصي تلویزونو کې بندې شوې.

د طالبانو د دغه تازه اقدام په غبرګون کې د امریکا غږ یوه نوې خپرونه «اتصال»، چې په شمشاد تلویزون کې خپرېدله، هم بنده شوې ده.

د امریکا غږ ادارې د طالبانو له لوري د د دغې ادارې په خپرونو [اشنا تلویزون] د بندیز پرېکړه غندلې ده او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.

د امریکا غږ سرپرستې یولاندا لوپیز په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي:«موږ له طالبانو غواړو چې په دې ځوروونکي او بد مرغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. »

XS
SM
MD
LG