د لاس رسي وړ اتصالات

یو کس بریټانیا کې د ۱۸۴ میلیون پونډو لاترۍ ګټلې


په بریټانیا کې د لاترۍ د یو ټکت درلودونکی چې تر اوسه معلوم ندی، د لاترۍ ستره جایزه ګټلې ده.

د یورو میلیونس "EuroMillions" لاترۍ شرکت له هغو کسانو چې د لاترۍ ټکټونه یې اخیستي‌ غوښتي دي چې د خپلو ټکټونو شمیرې وویني او که ددې سترې جایزې ګټونکي دي، ځانونه دې معرفي کړي.

د بریټانیا د لاترۍ د ملي شرکت سلاکار انډي کارټر ویلي دي چې حیران دی د ټکټ یو پیرودونکي د ۱۸۴ میلیونو پونډو جایزه ګټلې او په دې هیواد کې ستره لاترۍ د ځان کړې.

د سترې جایزې د ګټونکي لاترۍ نمبر ۲۹، ۲۸، ۲۷، ۲۵، ۳ او د لوړ او ټیت خوش چانش شمیرې څلور او نهه دي.

د لاترۍ ددې ټکټ ګټونکی په دې پیسو څه اخیستلی شي؟

ددې لاترۍ ګټونکی چې هر څوک دی کولی شي په دې پیسو د کارایب په ټاپو ګانو کې څلور ټاپوګان په داسې حال کې واخلي چې څو نور میلیونه به ورته پاتې شي او کولی شي د لندن د هایډ پارک په عصري سیمه کې د شپږو کوټو درلودونکي ۱۱ ښایسته کورونه واخلي.

تر اوسه په بریټانیا کې ۱۴ کسان توانیدلي د ۱۰۰ میلیونو یورو جایزه او یو کس توانیدلی د ۱۷۰ میلیونو پونډو ستر جایزه وګټي.

خو تر اوسه د ټکټ اوله شمیره معلومه نده چې په کوم ښار کې خرڅه شوې او صاحب یې څوک دی، هر څوک چې اوه شمیرې لري کولی شي دغه ۱۸۴ میلیونه پونډه خپلې کړي.

XS
SM
MD
LG