د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ په پرواګرام کې کمپیوټري غلطي شویده


امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ په پرواګرام کې کمپیوټري غلطي شویده
امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ په پرواګرام کې کمپیوټري غلطي شویده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغې کمپیوټري غلطیو له وجې بښنه غوښتلې ده چې امریکا ته د مهاجرت د لاترۍ په پروګرام کې په زرګونه ګډوون کونکي پکې د ویزې ګټونکي اعلان شویدي.

د 2012 د ویزو د لاترۍ په پروګرام کې تقریباً 15 میلونو خلکو درخواستونه ورکړي ؤ خو د همدغې غلطۍ له وجې به اوس دغه پروګرام د سره په لاره اچول کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دا شان شرمونکي کمپیوټري غلطۍ له وجې ډیره کم وخت بښنه غواړي چې د همدې غلطۍ له وچې به د 2012 میلادي کال لپاره امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ پروګرام د سره په لار اچول کیږي.

امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په کال 1994 میلادي کې د کانګریس لخوا جوړ شو. د پروګرام هدف د مخ پر ودې او هغو هیوادونو نه امریکا ته د مهاجرینو د شمار زیاتول دي چې په عنعنوي توګه یې زیات خلک امریکا ته نه رامهاجر کیږي.

د 2012 میلادي کال د مهاجرت د ویزو د لاترۍ په کمپیوټري پروګرام کې تقریباً 15 میلونو خلکو ځانونه راجستر کړي ؤ، چې د دغو کسانو د جملې نه یې یوازې پنځوسو زرو کسانو ته ویزې ورکول کیږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي وایي د کمپیوټري د غلطۍ له وجې د هغو کسانو د جملې نه چې د 2012 میلادي کال د ویزو د لاترۍ په پروګرام کې یې ځانونه راجستر کړي ؤ، نوي فیصده یې ګټونکي ټاکل شوي وو. هغوي وایي کله چې څو ورځې د مخه پدې غلطۍ باندې پوه شول نو پریکړه یې وکړه چې دغه کسان په عادلانه توګه ندي ټاکل شوي او باید چې پروسه دوباره ترسره شي.

د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي همدارنګه وایي چې د دې سربیره تقریباً شلو زرو نورو ګډون کوونکو ته سهواً خبر ورکړل شویدی چې هغوي پدې پروګرام کې ټاکل شویدي او باید چې خپل کارونه شروع کړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال ډیوډ ډوناهو د وزارت په ویب پاڼې کې د دې کمپیوټرې غلطۍ په اړه توضیحات ورکړيدي او هم یې د خلکو نه بښنه غوښتلې ده.

" دا کمپیوټري غلطي چې پر اساس یې ډیر خلک په سمه او عادلانه توګه ندي ټاکل شوي، اوس سمه شویده او که تاسو ته ددې غلطۍ له وجې کومه ستونزه پیدا شوي وي او یا مایوسه شوي یاست نو مونږ د هغه په خاطر بښنه غواړو. او پدې خاطر چې عدالت پر ځای شوی وي نو مونږ به دا پروسه د سره پیل کوو. "

ښاغلي ډونها همدارنګه ویلي دي چې ګټونکي به د هغو فورمو پر اساس ټاکل کیږي چې د ویزو د لاترۍ په پروګرام کې ګډون کوونکو ډکې کړیدي او د دې اړتیا نشته چې تاسو فورمې د دویم ځل لپاره ډکې کړئ.

د تازه نتایجو اعلان به د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په نیمایي کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویزو په ویب پاڼې کې اعلان شي.

پدغه پروګرام کې هر کال نوي زره کسان ټاکل کیږي چې بیا د دغو نوي زرو کسانو نه یوازې پنځوسو زرو ته ویزې ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG