د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا قانون جوړوونکي: واشنګټن باید روسیه د ترهګرو ملاتړی هېواد وپېژني


د امریکا ګانګرس
د امریکا ګانګرس

د امریکا د متحدو ایالتونو د موکرات او جمهوریت غوښتونکو قانون جوړونکو د بایډن په ادارې فشارونه زیات کړي‌ چې روسیه د ترهګرو د ملاتړي او تمویل کوونکي هېواد په توګه وپېژني.

د استازو خونې په یو پرېکړه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه همدا غوښتنه کړې او د ګانګرس غړی هلې ځلې کوي چې روسیه په اوکراین باندې د برید له کبله تنبیه کړي.

د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات ګوندونو دوو غړو جو ویلسن او تیدلو دا پرېکړه لیک وړاندې کړی او هڅه کوي روسیه په هغه لست کې شامل کړي‌ چې شمالي کوریا، ایران او کیوبا هم په کې دي.

ښاغلي ویلسن وویل: «د ترور واکمني باید ختمه شي.» دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د ۴۰ میلیارد ډالرو نوې مرسته تائید کړي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي له امریکایي قانون جوړوونکو سره په ملاقات کې هم وغوښتل چې روسیه باید رسمآ د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د امریکایي مقاماتو دا هڅه «احماقانه اقدامات» بللي‌ او ویلي‌ دي چې مسکو به یې ځواب ووايي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي‌ وو چې د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه د روسیې د پېژندلو په اړه اکثریت اقدامات له مخکې تطبیق شوي دي.

تېره اونۍ د استازو په خونه کې د یو بل پرېکړه کې د وړاندې کولو په مهال سناتور لندسي ګراهام وویل چې «پوتین یو ترهګر دی او د پوتین روسیه د ځمکې په سر تر ټولو مخربه قوه ده.»

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې شک نشته روسیې د اوکراین خلک ترهولي ‌دي خو حقوقپوهان د ترهګرو د ملاتړې په توګه د روسیې د پېژندلو په اړه ټول قانوني‌ اړتیاوې څېړي او په ګوته کوي.

په همدې حال کې د ګانګرس ځینو غړو ویلي ‌دي ‌چې تر دې اقدام مخکې باید امریکا له خپلو متحدینو سره مشوره وکړي.

که روسیه د ترهګرو ملاتړی هېواد وپېژندل شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، دا هېواد به د امریکا د بهرنیو مرستو ته لاسرسی نه پیدا کوي، صادرات به یې منع شي او دفاعي تجهیزاتو پېرودل به یې بند شي، مالي‌ قیودات به پرې ولګول شي او دا ډول ډېرو نورو محدودیتونو سره به مخامخ شي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی. امریکا او ناټو دا یرغل غندلی، په روسیې یې کلک بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او بشري‌مرستې پیل کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG