د لاس رسي وړ اتصالات

جوبایدن د امریکا د رهبرۍ د تقویت لپاره اسیا ته په سفر ولاړ


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په اسیا کې د امریکا د مشرتابه د لا تقویت لپاره د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوايي۲۹) جاپان ته او جنوبي کوریا ته خپل سفر پیل کړ.

ښاغلی بایډن به په دغه سفر کې په توکیو کې د متحدو ایالتونو، جاپان، هند او استرالیا په څلور اړخیزې غونډې [ګواد] کې هم ګډون کوي.

سپینه ماڼۍ وايي چې هغه به همدغه راز د امریکا او جنوبي کوریا له سرتېرو سره هم وویني. نوموړی به اول جنوبي کوریا ته ځي او بیا د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس د یکشنبې په ورځ جاپان ته حرکت کوي.

د ښاغلي بایډن تر سفر څو ساعته مخکې د جنوبي کوریا نوي منتخب ولسمشر یون سوک-یول،‌چې د متحدو ایالتونو قوي ملاتړی بلل کېږي، په خپل ټویټ کې د ښاغلي بایډن د تود هرکلي یادونه وکړه.

هغه لیکلي‌ دي چې«... زه ډاډه یم چې د کوریا د جمهوریت او متحدو ایالتونو ایتلاف‌، چې د دموکراسۍ د ارزښتونو او بشري حقونو د ساتلو هڅه کوي، اینده کې به نور هم مخ په وړاندې ولاړ شي.»

اسیا ته د ښاغلي بایډن سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا ټول پام اوس په اروپا او د شمالي ‌کوریا د ممکنه اتومي ازموینې په اندېښنو ورټول دی.

نوموړي اسیا ته تر خپل سفر مخکې په اروپا کې په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیکونو هرکلی وکړ.

دغو دواړو هېوادونو د فبروۍ په ۲۴ په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتلو هلې ځلې پیل کړي دي.

په داسې حال کې چې په اسیا کې د چین اقتصادي او پوځي ځواک په سیمه کې د امریکا سلطه تر سیوري لاندې راوستې، ښاغلی بایډن غواړي‌ چې دا سفر یې په سیمه کې د امریکا د څو کلونو د تمرکز او محور قوي کولو په هڅو کې یوه زیاتونه وي.

دا اندېښنې هم شته چې ښايي شمالي کوریا اسیا ته د ښاغلي بایډن د سفر په مهال د اتومي وسلې کومه ازموینه وکړي.

د جنوبي کوریا یو قانونپوه د خپلو استخباراتو ادارو سره له خبرو وروسته وویل چې د شمالي کوریا له لوري د اتومي ازموینه مسئله پیچلې ده او هغوی یو ښه وخت ته منتظر دي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل چې « کله چې موږ په جنوبي کوریا یا جاپان کې یو، د ځینو پاروونکو اقداماتو رښتینی خطر » موجود دی.

هغه وویل: «موږ پوهېږو چې څنګه یې ځواب ووایو. موږ له چین او خپلو ایتلافیانو سره په دې اړه خبرې کړي‌ دي.»

XS
SM
MD
LG