د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو خبر رد کړ 


په افغانستان کې د نجونو ښوونځي
په افغانستان کې د نجونو ښوونځي

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت مسئولینو امریکا غږ ته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه خپور شوی خبر او اوازه رد کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه وزارت له ادرس څخه یو مکتوب خپور شوی چې په کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لارښوونه شوې ده.

په دغه مکتوب کې د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم شرعي له خولې ټولو ښوونځیو ته «هدایت ورکړل شوی چې د جوزا له لومړۍ نیټې [جون ۱۱] څخه د کابل ښار له لومړي ټولګي څخه نیولې تر ۱۲ ټولګیو پورې ښوونځي پرانیستل شي.»

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیر احمد ریان امریکا غږ سره په خبرو کې دا «مکتوب جعلي» وګاڼه او وویل چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو خبر سم نه دی.

په همدې حال کې د طالبانو ځینو سرچېنو امریکا غږ ته ویلي دي چې د طالبانو د قاضي القضات په مشرۍ اته کسیزې کمېټې د نجونو د ښوونځیو په اړه مثبت نظر درلوده. دغه سرچېنې وایي چې دې کمېټې په دې اړه خپل نظر په کندهار کې د طالبانو مشر ته استولی دی چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، دې ډلې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي وتړل، سره له دې چې له نړیوالې ټولنې سره یې د نجونو د تعلیم حق ته د درناوي‌ ژمنې کړې وې.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې په خپلو خبرو کې د ښځو او نجونو د حقونو او تعلیم په اړه د طالبانو د حکومت په تګلارو نیوکې وکړې.

هغه وویل: «د تعلیم حق [نجونو/ښځو ته] چا نه دی ورکړی، تعلیم شته نن په افغانستان کې خو کما حقه نشته، ور دې کړي‌ که نه حق، دا ښځې به اسلام چېرې زده کوي، شرعیت به چېرې زده کوي، خو په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي ‌که نه... د افغانستان نیمه جامعه ښځې دي،‌ نیم نفوس یې ښځې دي،‌ که دا نفوس ۴۰ میلیون وي، ۲۰ میلیون یې ښځې دي. ښځې ته باید هغه حقوق ورکړل شي چې خدای، رسول او زموږ افغاني‌ دود او کلتور یې بولي. باید ورته ورکړل شي،‌ ولې نه ورکول کېږي.»

د طالبانو حکومت ویلي دي چې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي به تر «امرثاني» پورې بند وي. خو نړیوالې ټولنې په وار وار په طالبانو فشار راوړی چې دا ښوونځي ‌دې پرانیزي.

نړیوالې ټولنې تر دې دمه د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شو، په رسمیت پېژندلی نه دی او دنورو مسائیلو تر څنګ د ښځو حقونو ته د دغې ډلې نه درناوی یې هم یو علت بلل کېږي.

طالبانو په خپلې لومړۍ واکمنۍ کې (۱۹۹۹۶-۲۰۰۱) کې هم د ښځو په تعلیم، سیاسي او اجتماعي مشارکت بندیزونه لګولي‌ وو.

XS
SM
MD
LG