د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو؛ ژر به د نجونو د تعلیم په اړه ښه خبر واورئ 


سراج الدین حقاني
سراج الدین حقاني

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړي مقام سراج الدین حقاني ژمنه کړې ده چې «هېواد» به یې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره تروریستي تهدید نه وي‌ او دوی [طالبان] امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني واک ته له رسېدو وروسته له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خپلې لومړۍ مرکې کې تر شپږم ټولګي ورپورته د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د «ښه خبر» د اورولو ژمنه هم وکړه.

سراج الدین حقاني امریکایي رسنۍ سي ان ان ته وویل :«دلته څوک د ښځو له تعلیم سره ستونزه نلري او نجونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځيو ته ولاړې شي.»

طالبانو واک ته له رسېد وروسته په سیاسي، اجتماعي او ټولنیزو مسائیلو کې د ښځو په مشارکت د بندیز لګولو تر څنګ، له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

خو ښاغلی حقانی وايي چې په دې اړه «په یو میکانیزم باندې کار روان دی او ډېر ژر به د دې مسئلې په اړه تاسو ښه خبره واورئ».

هغه زیاته کړه چې «موږ باید داسې یو حالت رامنځ ته کړو چې د هغوی [نجونو] امنیت او عزت خوندي وي...» او په خبره یې تعلیم باید د افغان «فرهنګ» او «اسلامي اصولو او قوانینو» په اساس وي.

ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د نجونو او ښځو د حقونو بېلابېلو سازمانو په طالبانو فشار راوړی دی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او په ښځو باندې یې د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه غندلي‌ او هغه یې د ښځو د وړتیا ځپل بللي دي.

طالبانو په خپل لومړي دور (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې د نجونو او ښځو په تعلیم، کار، سیاسي‌او ټولنیز مشارکت بندیز لګولی او «حجاب» یې پرې جبري کړی و.

د طالبانو حکومت اوس په پوهنتونونو کې نجونو ته د تعلیم او د روغتیا او ښځو اړوندو ځینو نورو ادارې کارونو کې د کار کار اجازه ورکړې ده.

له امریکا سره روابط

سراج الدین حقاني د «حقاني شبکې» مشر دی چې په تېرو دوو لسیزو کې د مخکني‌ افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو باندې د یو شمېر پیچلیو او خونړیو بریدونو مسوله ګڼل کېږي. نوموړي د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په لومړي ځل د مارچ په میاشت کې راڅرګند شو.

هغه سي ان ان سره په خبرو کې د طالبانو د ترهګرۍ ننګه وکړه او وویل چې دا د «اشغال ضد دفاعي‌ عمل» و. هغه دا خبره هم وکړه چې «طالبان په اینده کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښې اړېکې» غواړي.

له سراج الدین حقاني پوښتنه وشوه چې ایا امریکا یې دښمنه ده؟ هغه وویل: «موږ اوس هغوی ته د دښمن په سترګه نه ګورو. موږ اوس وخت لرو او د دپلوماسۍ په اړه خبرې کوو.»

د امریکا حکومت په ۲۰۲۰ کې په قطر کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووتل او د هغوی له وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېدل، خو نړیوالې ټولنې یې لا حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

سراج الدین حقاني داسې مهال له سي ان ان سره په ښکاره مرکه کړې ده چې د هغه نوم اوس هم د امریکا «د فدرال د تحقیقاتو ادارې» د مطلوبو او غوښتل کېدونکو کسانو په لست کې دی او د امریکا حکومت د هغه د نیولو لپاره ۱۰ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

د سیاسي چارو ځینې افغان کارپوهان وايي امریکا هم د طالبانو حکومت سره د اړیکو ښه کیدو ته لیواله ده، خو د اړیکو ښه کیدو لپاره ځینې شرایط هم لري.

د امریکا او طالبانو په اړیکو د سیاسي چارو د کارپوهانو نظر

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چې امریکا افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړی او طالبانو حکومت ته یې ځینې لارې هم په ګوته کړي چې که یو لړ کارونه ترسره شي د اړیکو د ښه کیدو امکان شته دی او یو ځانګړی استازی یې هم د افغانستان لپاره ټاکلی دی.

ښاغلي فرهادي وویل: "... دا ښيي چې امریکا افغانستان سره د اړیکو ښه کیدو ته لیوالتیا لري خو د طالبانو څخه تمه لري چې خپل کړنې د نړیوالو معیارونو سره برابرې کړي یو مهم دلیل یې دادی چې پخپله امریکا حکومت په کانګریس کې مخالفین او موافقین لري او په دې برخه کې چې طالبانو ته څه وکړي ډیر څه په لاس کې نلري او په افغانستان کې د بشري سرغړونو اوکورونو پورې د ښځو د محدودولو په اړه د نورو شکایتونه پورته کیږي چې د طالبانو په وروستي فرمان کې همدا ویل شوي وو، چې ښه داده چې ښځې له کور څخه بهر ته راونه وځي".

سیاسي چارو دا کارپوه وايي، چې د طالبانو حکومت ته په کار دي چې خپلې کړنې د نړیوالو معیارونو سره برابرې کړي چې امریکا سره د اړیکو د ښه کیدو امکان هم رامنځ ته کیدای شي.

د نړیوالو اړیکو یو استاد سید جواد سجادي د امریکا او د طالبانو د اړیکو په اړه وايي، چې د فکري او مدني حقونو له پلوه د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د حکومت د نظریاتو ترمنځ اوږد واټن شته دی.

خو ښاغلی سجادي وايي، چې د دوحې د تړون له مخې امریکا او طالبانو باید یو بل سره کار کړی وی. خو کابل ته د طالبانو د ننوتلو او له افغانستان څخه په بیړه د امریکا وتلو د امریکا او طالبانو اړیکې یو خاص حالت کې راوستې دي.

ښاغلي سجادي وویل: "د همدې له امله په دغسې یو حالت کې د امریکا متحده ایالات او طالبان په داسې ډول عمل کوي چې مقابل لوری د اړیکو د ښه کیدو لپاره لومړني ګام پورته کړي انتظار وباسي او هڅه کوي چې د طالبانو سره د عادي اړیکو ټینګیدو لپاره لومړنی ګام امریکا متحده ایالات پورته کړي او د طالبانو د رسمیت پیژندلو په برخه کې ستونزې راپورته نکړي او هم امریکا د یو ځبرځواک په توګه طالبان په رسمیت وپیژني او کنګل شوې پیسې خوشې کړي".

د نړیوالواړیکو دغه استاد وايي، چې په مقابل کې امریکا د طالبانو له حکومت تمه لري چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې پانګونې ته پاملرنه وکړي، بشري حقونه، داقلیتونو حقونه او د ښځو حقونه رعایت کړي او د رسنیو خپلواکۍ ته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG