د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات زندان کې ښځو او ماشومانو ته 'صحي او روغتيايي پروژې' پيلېږي


د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې مسؤلین وايي، ټاکل شوې «ګلوبل پارتنرز» موسسه د هرات په ښځینه زندان کې د ماشومانو لپاره د مرستې پروژره پيل کړي.

دغه ادارې د سه شنبې په ورځ جون اوومه ( غبرګولې ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې مسؤلینو یې په کابل کې د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې له مسؤلینو سره لیدلي دي.

په اعلامیه کې د ګلوبل پارتنرز موسسې د رئیس جیسن له قوله ویل شوي چې دغه پروژه د یوه کال لپاره ده او له دې لارې به د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ هغوی ته د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه هم معلومات ورکول کیږي.

د دغه بنسټ مسؤلینو همدارنګه ویلي چې ټاکل شوې په دغه زندانونو کې ماشومان روغتیايي خدماتو ته لاس رسئ پيدا کړي او هغوی ته شامپو او صابون ورکړل شي او هم به د ماشومانو لپاره وچه مېوه، شیدې او سریلاک هم د ماشومانو لپاره چمتو شي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې عمومي رئیس مولوي محمد یوسف مستري دغه پروژه یو مثبت ګام بللی دی. ښاغلي مستري د ګلوبل پارتنرز موسسې له مسؤلینو څخه غوښتي چې د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو لپاره یوه نرسه او زده کړو په برخه کې هم یوه ښځینه ښوونکې په هرات زندان کې استخدام کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې مسؤلینو د هرات په زندان کې د ښځینه زندانیانو او ماشومانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ګلوبل پارتنرز موسسې تر دا مهاله د هرات په ښځینه زندان کې د دغه پروژې د تطبیق په اړه څه نه دي ویلي.

ګلوبل پارتنرز یوه برتانوي موسسه ده چې د نړۍ په څه باندې ۲۰ هیوادونو کې فعالیت کوي.دغه موسسه په هیوادونو کې له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره د اقتصادي نظام په پیاوړتیا، روغتیا او زده کړو په برخه کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG