د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس د وسلو د کنټرول لایحه تصویب کړه


د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس په دغه هیواد کې وسله والو بریدونو ته په ځواب کې د جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د وسلو د کنټرول لایحه تصویب کړه.

دغې لایحې د نیمه اوتوماتو وسلو د اخیستلو سن له ۱۸ څخه ۲۱ ته لوړ کړی او د هغو شاجورونو خرڅلاو یې منع کړ چې له پنځلسو څخه د ډیرو مرمیو ظرفیت لري.

له دې مخکې، جمهور رئیس بایډن د تهاجمي وسلو د پلور د منع په ګډون له یو شمیر هغو تاریخي اقداماتو سره د جمهوري غوښتونکو د مخالفت په اړه وویل که دا ممکنه نده، حق اقل د وسلې د اخیستلو سن باید ۲۱ کلونو ته پورته شي څو ۱۸ کلن ځوانان ونشي‌کړای وسله واخلي.

په امریکا کې اوسمهال د وسلې د اخیستلو سن ۱۸ کاله دی.

د امریکا د استازو په مجلس کې دا لایحه د ۲۲۳ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو سره تصویب شوه، خو په قانون یې بدلیدل تقریبا ناممکنه ښکاري، ځکه د کانګرس سنا مجلس د رواني صحت د پروګرامونو په ښه والي، د ښوونځیو د امنیت په پیاوړي کیدو او د وسلو د اخیستونکو د سوابقو په ارزونه تمرکز پیل کړی دی.

له دې مخکې د وسله والو بریدونو د قربانیانو د کورنۍ غړو په سنا مجلس کې شهادت ورکړ، په دې کسانو کې هغه ۱۱ کلنه نجلۍ هم شامله وه چې د ځان ژغورلو په هدف یې د خپل مړه شوي ټولګې وال په وینو ځان رنګ کړی وو.

په امریکا کې وسله والو بریدونو کانګرس په بې سارې ډول وهڅاوه چې اقدام وکړي. خو د تګزاس ایالت برید چې پکې د دوو ښوونکو په ګډون ۱۹ زده کوونکي ووژل شول، د دواړو ګوندونو دیموکرات او جمهوري غوښتونکي غړي وهڅول چې دې مشکل ته د رسیدو لپاره د یو ځواب پر سر خبري وکړي.

د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو په ګډون اکثریت امریکایي رای ورکوونکو د وسلو د کنټرول د سختو قوانینو ملاتړ کړی دی خو د کانګرس جمهوري غوښتونکي او یو شمیر منځلاري دیموکراتانو د کلونو راهیسې ددې قوانینو د تصویب مخه نیولې ده.

د امریکا سنا مجلس ۱۰۰ چوکۍ لري چې پنځوس یې د دیموکراتانو او پنځوس نورې یې د جمهوري غوښتونکو په واک کې دي او په یاد مجلس کې د یو قانون د تصویب لپاره ۶۰ رایو ته ضرورت دی، په دې معني چې دیموکراتان د جمهوري غوښتونکو لسو رایو ته ضرورت لري څو دا لایحه په قانون بدله کړي.

په هغه لایحه کې چې نن تصویب شوه، په خوندي ځای کې د وسلې د ساتلو مسله هم یاده شوې ده او د سرغړونکو لپاره نغدي جریمه او په هغه صورت کې تر پنځو کلونو پورې قید په پام کې نیول شوی چې که ماشومان د خپلو پلرونو په وسلو څوک مړ یا ټپي کړي.

ټاکل شویده د امریکا د استازو مجلس د جون په نهمه نیټه یوه بله لایحه هم تصویب کړي چې له مخې یې کورنۍ، پولیس او نور کسان کولی شي له فدرال محکمې څخه د هغو کسانو د وسلې د اخیستلو غوښتنه وکړي چې ځان او نورو ته خط متوجه کولی شي.

د وسلو د مصونیت پلویانو او مدافعینو له جمهور رئیس جوبایډن څخه غوښتي دي چې خپله د وسله والو تاوتریخوالو د ځپلو لپاره پیاوړي اقدامات وکړي ، خو د امریکا جمهور رئیس غواړي کانګرس په دې اړه قوانین تصویب کړي ځکه اغیز یې د جمهور رئیس په پرتله ډیر وخت پاتې کیدای شي.

XS
SM
MD
LG