د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د تکزاس له وسله برید وروسته؛ ستړی یم، باید اقدام وکړو


د امریکا ولسمشر د تکساس له برید وروسته په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړې
د امریکا ولسمشر د تکساس له برید وروسته په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د امریکا د تکزاس ایالت په ښوونځي کې له وسله وال برید وروسته یو ځل بیا په دغه هېواد کې د «وسلو د قانون» سختولو وړاندیز وکړ.

یو ۱۸کلن وسله په لاس امریکايي ځوان تېره ورځ د تکزاس په یو ابتدايي ښوونځي کې په خلکو ډزې وکړې، ۱۹ ماشومان او دوه ښوونکي یې ووژل. دی په خپله هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

ولسمشر جوبایډن له دغې پېښې وروسته په سپینې ماڼۍ کې په یوې احساساتي وینا کې د دغې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سربېره وویل: «زه رنځېدلی او ستړی یم. موږ باید اقدام وکړو».

ښاغلي بایډن د امریکا له قانون جوړونکو څخه وغوښتل چې د هغه څه ملاتړ وکړي چې ده «د سالم عقل د وسلې قوانین» یاد کړل. هغه پوښتنه وکړه چې ولې په امریکا کې دا ډول وسله وال بریدونه کېږي: «موږ ولې غواړو له دغه قتل عام سره ژوند وکړو. موږ ولې اجازه ورکوو چې دا [پېښې] وشي».

هغه له امریکایانو وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي. د وسلو د دغه قانون منتقدین وايي چې همدغه کار د دا ډول بریدونو لپاره زمینه سازي کوي چې د دوی په خبره باید دا قانون او د وسلو اخیستلو شرایط سخت کړل شي.

د امریکا په ګانګرس کې هم د دغه قانون په اړه نظرونه وېشلي دي او لا معلومه نه ده چې له دغو وسله والو بریدونو او وژنو وروسته د دغه قانون په اړه «د جمهوریت غوښتونکو استازو» نظرونه بدل شوي که نه.

په تېر وخت کې «جمهوریت غوښتونکو استازو» د موکراتانو له لوري د وسلو د قانون د محدود کولو د هڅو مخه نیولې وه.

د امریکا په سنا کې باید د ۵۰ دموکرات غړو تر څنګ لس جمهوریت غوښتونکي یو ځای شي چې د وسلې د کنترول مسوده تصویب کړي.

ځيني قانون جوړوونکي په دې نظر دي چې باید د وسلو اخیستونکو سابقه ښه چیک کړل شي، یا د سابقې د چیک کولو وخت زیات شي او یا په انټرنټ باندې د وسلو خرڅول بند کړل شي.

پولیسو په متحدو ایالتونو کې د ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۴ پورې په تهاجي بریدونو کې د کارېدونکو ټوپکو په خرڅلاو بندیز لګولی و دا بندیز بیا ونه غځول شو. پولیس وايي چې د تېرې ورځې په وسله وال برید کې هم له همداسې ټوپک څخه کار اخیستل شوی دی.

هغه قانون جوړوونکي چې په امریکا کې د وسلو د خرڅلاو مخالف دي، د وسلو د کمپاین کوونکو او تولیدوونکو فابریکو له سخت مخالفت سره مخامخ دي، دوی وايي چې د امریکا اساسي قانون امریکايایانو دا حق ورکړی چې وسلې ولري.

تر دغې پېښې څو ورځې مخکې د نیویارک ایالت د «بفالو» په سیمه کې یو کس په یوې مغازې کې په خلکو ډزې وکړې او یو شمېر کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

د تېرې ورځې برید په ۲۰۱۸ کال کې د فلوریډا په پارکلنډ کې د لیسې د ۱۴ زده کوونکو او دریو کارکوونکو له وژل کیدو راورسته تر ټولو خونړی ګڼل کیږي.

تر دې مخکې بله خونړی برید په ۲۰۱۲ کال کې د کینیټیکټ ایالت د سنډې هوک په ښوونځي کې و چې پکې ۲۰ ماشومان او شپږ د ښوونځي کارکوونکي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG