د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته په غیرقانوني توګه د افغانانو او نورو کډوالو شمېر ۸۲سلنه زیات شوی  


د اروپايي ټولنې د سرحدونو د څار اداره (فرونټکس) وايي لږ تر لږه ۸۶زره غیر قانوني کډوال یوازې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې اروپايي ټولنې ته ننوتي دي چې دا د تېر کال په پرتله ۸۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د فرونټکس له خوا د لمړنیو خپرو شویو شمیرنو له مخې، یوازې د مې په میاشت کې تقریبا ۲۳۵۰۰ غیرقانوني کډوال اروپا ته اوښتي چې دا د تیر کال همدې میاشت څخه ۷۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا اداره وايي، په خپرو شویو ارقامو کې هغه اوکراینیان ندي شامل چې په تیرو څلورو میاشتو کې د اوکراین د جګړې د پیلېدلو راهیسې کډوال شوي دي. نږدې پنځه نیم میلیونه اوکراینیان پدغو تیرو څلورو میاشتو کې اروپايي ټولنې ته اوښتي دي. دوی ته قانوني اجازه ورکړل شوې چې اروپايي ټولنې ته ورشي.

په دغو کډوالو کې اکثریت یې (۴۱زره) افغانان او د سوریې وګړي دي چې د لویدیځ بالکان له لارې اروپايي ټولنې ته ځان رسوي.

د مصر، بنګله دېش، تونس، نایجریا او کانګو له هېوادونو څخه راتلونکي کډوال بیا د مرکزي او ختیځې مديترانې له لارې اروپايي ټولنې ته داخلیږي.

دا شمېرنې اروپایي سرحدونو ته د دخول تعداد ښيي او ددې امکان شته چې یو کس څو ځله د یو یا بل سرحد له لارې ننوتی وي.

XS
SM
MD
LG