د لاس رسي وړ اتصالات

زلزلې په افغانستان کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي

عکس: د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست
عکس: د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېري شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دی.

په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین حذیفه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په په زلزله کې د مړو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسېده او ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو حکومت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم نن چهارشنبه جون ۲۳ (چنګاښ لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د زلزلې له امله زیاته مرګ ژوبله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

د طالب چارواکو په وینا د زلزلې له امله د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ څاروي هم مړه شوي او د هستوګنې سلګونه کورونه هم نړېدلي دي. ښاغلي مسلم وویل چې د هر مړه شوي کس لپاره ۱۰۰زره افغانۍ او د هر ټپي شوي کس لپاره ۵۰زره افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند د زلزلې په اړه د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاه د خواشینۍ پیغام کې ویلي وو چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله ۳۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مرګ ژوبلې کچه کېدای شي نوره هم زیاته شي.

نوموړي زیاته کړې: "تیره شپه د پکتیکا ولایت په ګیان، نکي، برمل،زیړوک او د خوست ولایت په سپېري ولسوالیو په مربوطاتو کې سخته زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې سلګونه کورونه نړېدلي او په تاسف سره چې تر ۳۰۰ هیودوال شهیدان او ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي."

د اعلامیې له مخې د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندازه د زلزله ځپلو کورنیو او دوستانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د طبیعي پېښو ضد وزارت، خپلو والیانو او ټولو افغانانو څخه یې غوښتي چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو مشر له ټولو نړیوالو خیره بنسټونو څخه غوښتي چې په دغه لوی مصیبت کې افغانانو ته لاس ورکړي. باختر دولتي خبري آژانس بیا تر دې مخکې د ځايي طالب چارواکو له قوله ویلي و چې د تیري شپې زلزلې له امله د پکتیکا ولایت په برمل، زیړوک، نکي، کیان ولسوالیو کې ۲۵۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو په اساس د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې هم د زلزلې له امله ۴۰ کسان مړه شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

باختر خبري آژانس ویلي چې یوازې د تیري شپې زلزلې له امله یوازې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۲۱۶ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

طالب چارواکو ویلي چې دا لومړني ارقام دي او د مرګ ژوبلې ارقام کېدای شي تغیر شي او په خبره یې اوس هم په سیمه کې له نړیدلو ودانیو څخه د خلکو د را ایستلو عملیات روان دي.

طالب چارواکو همدارنګه ویلي چې هغوی د زلزلې سیمې ته د هلیکوپټرو په ګډون ژغورونکي ډلې استولي او اوس مهال تر خاورو لاندې کسانو د ایستلو هڅې کوي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي د زلزلې ځپل شوو کسانو ته پر وخت رسېدو لپاره په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د بشپړې تیارۍ امر شوی دی. یاد وزارت زلزله ځپلو ته د لومړنیو بشري مرستو رسېدو لپاره پر ټولو همکارو بشري موسساتو غږ کړی چې سیمې ته ځان ورسوي.

له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف د طالبانو بېړنۍ غونډه

له دې سره هم مهاله د طالبانو حکومت کابینې د پکتیکا او خوست زلزلې ځپلو سره د مرستې په هدف ارګ کې بېړنې غونډه رابللې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه ویلي چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږي ترڅنګ ټولو اړونده ارګانونوته دنده سپارل شوې چې د زلزله ځپلو سیمې ته عاجل ټیمونه ولیږي.

مجاهد ویلي :"همدارنګه له شهیدانو او زخمیانوسره د نغدي مرستو او تداوي لپاره هم تدابیر ونیول شول. ورسره لارښونه وشوه چې د غذایې موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او زخمیانو د انتقال لپاره دي د هوایې او زمیني ترانسپورت څخه کار واخستل شي."

پر همدې مهال د طالبانو حکومت رئیس الوزرا له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف یو میلیارډ افغانۍ منظور کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه یاده سیمه کې بارانونه هم شوي دي.

د امریکا د جیولوژي اداره وایي ‌چې د چهار شنبې په لومړنیو ساعتونو کې د ریکټر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمیر سیمې ولړزولې.

دا اداره زیاتوي چې زلزله د خوست ښار په شاوخوا ۴۴ کیلومتري کې د ځمکې په ۵۱ کیلومتره عمق کې شوې ده. راپورونه وایي زلزله د افغانستان او پاکستان په شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره ساحه کې احساس شوې ده. دا زلزله په کابل او اسلام آباد کې هم خلکو احساس کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG