د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، پاکستان، هند او نورو افغانستان کې زلزلې ځپلو سره خواخوږي ښودلې


تصویر ارشیف
تصویر ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د چهارشنبې د ورځې په زلزلې کې شاوخوا ۹۵۰ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ژوبل دي.

د امریکا متحده ایالاتو سفارت چې د افغانستان لپاره خپلې چارې له قطر څخه مخې ته وړي پر خپل ټویټر پاڼه د زلزلې له امله زیانمن شویو کسانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

یاد سفارت زیاته کړې: "د افغانستان په ختیځ کې د یوې زلزلې راپورونو موږ په ژوره توګه خواشیني کړې ده. موږ ټولو هغو کسانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو چې د دې ویجاړونکې پیښې له امله اغیزمن شوي دي."

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې له زلزله ځپلو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارندام باګچي نن چهارشبه جون ۲۳ (چنګاښ لومړۍ) په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"موږ د افغانستان له خلکو سره په غم کې شریک یو او د اړتیا په دې وخت کې مرستې او ملاتړ ته ژمن یو."

بلخوا د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف هم په افغانستان کې د تیري شپې زلزلې په اړه خواشني ښودلې ده.

شهباز شریف په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه پښتو ژبه پیغام کې ویلي: "په ډېرې خواشینی سرہ خبر شوم چی په افغانستان کې د زلزلې له امله خلک په حق ورسیدل. د پاکستان خلک د خپلو افغان وروڼو په غم کې شریک دي. ټپیانو ته عاجل شفاء لپارہ دعا کوم۔ پاکستاني چارواکي په دې مشکل وخت کې د افغانستان سرہ مرستې لپاره چمتو دی."

د طالب چارواکو په وینا تیره شپه د افغانستان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د سختې زلزلې له امله ۹۲۰ کسان مړه او ۶۱۰ نور ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارواکو کې د طالبانو حکومت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم نن چهارشنبه خبریالانو ته وویل چې زلزلې تر ډيره د پکتیا ولایت، ګیان، نکي، برمل،زیړوک، د خوست ولایت سپېرې او ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ زیاتې ځپلي دي.

باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې یوازې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۲۱۶ کسان مړه او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چاروکې د طالبانو د حکومت وزارت همدارنګه وویل چې د زلزلې له امله سلګونه کورونه هم نړیدلي او ګڼ څاروی هم وړه شوي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پکتیا ولایت ته د ځپلو د ژغورلو لپاره اووه هلیکوپټرې رسېدلي دي او د ټپيانو د انتقال عملیات یې پيل کړي دي.

خو دغه وزارت وايي چې لا هم له خاورو څخه د مړو شوو او ټپیان د را ایستلو عملیات جریان لري چې کېدایشي د مړو شوو او ټپیان شمېر زیات شي. د طالبانو حکومت وايي چې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند یې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف یو میلیارډ افغانۍ منظور کړي دي.

د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخند زاده د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپيانو ته یې د عاجلي شفا غوښتنه کړې ده.

نوموړي د خپل حکومت ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې د زلزلې د قربانیانو سره د مرستې لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړي له خیره بنسټونو او نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي چې په دغه مصیبت کې د افغانانو سره ودریږي.

XS
SM
MD
LG