د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت د ډبرو سکرو بیه دوه چنده لوړه کړه


یوه ورځ وروسته له هغه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له افغانستان څخه په ټیټ قیمت د ډبرو د سکرو د پېر خبره وکړه، د طالبانو حکومت نن د سکرو د بیې د لوړولو اعلان وکړ.

د طالبانو د مالیې وزارت نن سه شنبې د جون ۲۸ (چنګاښ ۷) پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې وروسته له دې به د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د هر ټن بیه د ۹۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰ امریکایي ډالر وي.

د پاکستان صدراعظم پرون ویلي وو چې د افغانستان د ښه کیفیت سکاره ورته د نورې نړۍ په پرتله په نیم قیمت تمامیږي.

هغه همدا راز ویلي و چې، له افغانستان څخه سکاره په پاکستاني روپیو پیري، تر څو ډالر وسپموي او د روپیو ارزښت ورسره لوړ شې.

ښاغلي شریف همدارنګه ویلي چې له دې سره به د پاکستان حکومت د کاله ۲.۲ میلیارد ډالر وسپموي.

د طالبانو د مالیې وزارت پخپله تازه اعلامیه کې وایي: "په نړیوال بازار کې د ډبرو د سکرو بیې لوړې شوي دي او د افغانستان د ګمارکاتو قانون او د قیمت ګذارۍ د کړنلارې سره سم د مالیې وزارت رهبرئ د ډبرو سکرو د بیې د لوړولو پرېکړه وکړه".

په اعلامیه کې راغلي چې د سکرو بیه کې به دا لوړوالی سر له نن سه شنبې د جون د ۲۸ څخه د هېواد په ټولو ګمرکونو کې عملي وي.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې ده چې د ډبرو د سکرو له صادراتو څخه دا مهال ۳۰ سلنه ګمرکي محصول اخیستل کیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت برهان وایي، پاکستان ته هره ورځ ۱۰ تر ۱۵ زره ټنه د ډبرو سکاره صادریږي.

خو رویټرز خبري آژانس تېره میاشت د پاکستاني چارواکو له قوله دا اندازه په میاشت کې ۵۰۰ زره ټنه ښودلې وه.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې دوی د ډبرو له سکرو څخه د کاله ۹۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي.

دغه وزارت همدارنګه وايي چې له پاکستان سر د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې هیڅ رسمي تړون نه لري، او ټول صادرات د آزاد بازار له لارې تر سره کیږي.

د افغانستان په مخکیني حکومت کې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي چې پخوانۍ ادارې هڅه کوله په افغانستان کې موجود د ډبرو سکاره د صادرولو پر ځای د هېواد په داخل کې د انرژۍ د تولیدلو دپاره استعمال شي.

ښاغلی مطفي وايي: "موږ د [ډبرو د سکرو] صادراتو کچه بیخي کمه کړې وه. غوښتل مو صفر ته یې ورسوو... موږ د سمنټو تولیدي فابریکې په پام کې نیولې وې. موږ غوښتل د سمنټو د تولید په برخه کې ‌د انرژۍ ضرورت له دغه سکرو پوره کړو".

XS
SM
MD
LG