د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال حج ته په تلونکو افغانانو کې طالبان هم شامل دي


د هغو افغانانو په لست کې چې سږکال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ځي، د طالبانو اوسني او پخواني جنګیالي هم شامل دي چې د شل کاله جګړې وروسته د اول ځل دپاره پدې دیني مراسمو کې ګډون کوي.

سږکال تمه کیږي چې ۱۳۵۰۰ افغانان د حج د ادا کولو د پاره سعودي عربستان ته لاړ شي. پدې کې اوسني او پخواني طالب جنګیالي هم شامل دي.

حج ته تلونکي طالبان وايي د کلونو راهیسې یې دغه ارمان وو.

۳۶ کلن خان محمد د طالبانو هغه جنګیالی دی چې وايي په ۲۰۱۳ کال کې یې د هلمند په ولایت کې له امریکايي عسکرو سره په یوه جګړه کې دواړه پښې پرې شوي دي.

هغه وايي: "هر ځل چې خلک حج ته تلل او ما نشو کولای لاړ شم، فکر مې کاوه لکه په فقس کې چې بند یم. خو هیله من وم او بالاخره د حج لپاره د نوم لیکنې له اعلان وروسته خدای بری زموږ په برخه کړ. ما درخواست وکړ او نوم مې په لست کې شامل شو".

د هلمند په ولایت کې هغو کسانو ته د حج د مراسمو لارښوونه کیږي چې حج ته د تللو اراده لري. د تلونکو په لست کې یوازې د هلمند ولایت څخه د ۵۵۴ کسانو نومونه لیکل شوي دي. په دې کې ۲۶ تنه د طالبانو جنګیالي او د هغو طالبانو د کورنیو ۲۰ تنه غړي شامل دي چې په جګړه کې وژل شویدي.

د هلمند د حج او اوقافو د ریاست سلاکار، مولوي عبدالستار محسن وايي: "ټول لازم تدابیر نیول شوي دي. موږ د خپلو حاجیانو د اوسېدنې او نورو ټولو اړتیاو بندوبست کړی دی په خاص ډول د هغو حاجیانو دپاره چې د کورنۍ زنانه غړي یې ورسره ددغې فریضې د ادا کولو لپاره ځي".

د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي، مولوي شریف هم حج ته د تلونکو په لست کې شامل دی.

مولوي شریف چې د افغانستان د پخواني حکومت د اردو او نړیوالو امنیتي ځواکونو په مقابل کې جنګېدلی، وايي تل یې غوښتل چې حج ته ولاړ شي، خو وېره ورسره وه چې د پخواني حکومت له خوا به په نښه شي او زندان ته به واچول شي.

د تیر کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، مولوي شریف ته اوس د حج د ادا کولو موقع برابره شوې ده. هغه وايي: " زموږ د شهیدانو د وینو نتیجه ده چې موږ اوس دغه فرصت لرو".

پر هر مسلمان، مالي او ځاني توان ولري، فرض بلل کېږي چې په ژوند کې یو ځل حج ته ولاړ شي. هر کال د نړۍ نږدې دوه میلیونه مسلمانان د حج د ادا کولو د پاره سعودي عربستان ته ځي.

د حج تادیه ۴٫۱۳۰ امریکايي ډالر ده چې په کې ترانسپورت او نور اړین لګښتونه شامل دي. د حج مراسم پنځه ورځې وخت نیسي، خو معمولا حاجیان څو اونۍ مخکې مکې ته ځي.

حج د لوی اختر په لمانځلو سره پای ته رسیږي چې مسلمان پکې څاروي قرباني کوي او غوښه یې پر اړمنو کسانو ویشي.

XS
SM
MD
LG