د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پيل شو


طالب چارواکي وايي، له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پيل شو.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لومړنی پرواز نن یکشنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه تر سره شو.

دغه وزارت زیاته کړې چې د حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د انتقال بهیر له مرکزي زون څخه پیل شوی او په راتلوونکو ورځو کې به دغه بهیر له ټولو زونونو څخه پيل شي.

د حج او اوقافو وزارت په خبره په ننني پرواز کې پر افغان حاجیانو سربیره طالب چارواکو او په کاري کمېټو کې د حج او اوقافو وزارت موظف شویو کار کوونکي هم شامل و.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب د کابل نړیوال هوايي ډګر کې حاجیانو ته وویل: "په دغه مبارک سفر کې په تدبیر سره خپل یووالی او ورورولي وساتی، په صبر او حوصلې سره دغه معنوي سفر پای ته ورسوئ، حج یو عبادي او ستونزمن سفر دی، باید د دغه سفر ستونزې وزغمئ، ځکه د دغه سفر ستونزې د ګناه رژېدو سبب کیږي."

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل چې سږ کال به څه باندې ۱۳زره کسان له افغانستان څخه د حج مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه چې په افغانستان او سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د انتقال، د حج مناسک او بیرته د افغان حاجیانو ګرځېدو په اړه ټول چمتووالی نیول شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت ویلي و چې سږ کال به څه باندې ۱۳زره او ۵۰۰ افغان حج کوونکي په سعودي عربستان کې د حج مراسمو کې برخه واخلي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس فضل محمد حسیني د مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) امریکا غږ ته وویل چې هغوی حج ته د تلوونکو افغانانو مقدماتي کارونه پيل کړي دي.

په نړۍ کې د کروناویروس له وجې د دوه کلنۍ وقفې وروسته سعودي عربستان سږ کال افغانستان ته د تلوونکو حاجیانو سهمیه ورکړې ده.

ښاغلي حسیني وویل چې په تیرو دوو کلونو کې ۸۶زره افغانانو د حج مراسمو کې د ګډون په هدف له دوی سره نوم لیکنه کړې ده. د حج او اوقافو وزارت د ویاند په وینا د طالبانو حکومت سږ کال هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې مخکې یې نوم لیکنه کړې ده.

د سعودي عربستان د حح او عمرې وزارت د اعلان له مخې، ټاکل شوې سږ کال یو میلیون کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه وزارت تیره میاشت وویل چې ټول روغتیايي تدابیر به مراعت شي او د بهرنیو هیوادونو حج کوونکي باید د کرونا واکسین کړی وي.

XS
SM
MD
LG