د لاس رسي وړ اتصالات

آسترالیا کې داسې آله جوړیږي چې د زړه د حملې وړاندوینه کوي


د وینې غوټه کېدل زړه یا دماغ ته د وینې جریان بندوي او د زړه د حملې یا سکتې سبب کیږي.  
د وینې غوټه کېدل زړه یا دماغ ته د وینې جریان بندوي او د زړه د حملې یا سکتې سبب کیږي.  

آسترالیايي ساینسپوهان د داسې آلې په جوړولو کار کوي چې په وینه کې کوچني فزیکي بدلونونه څاري او ناروغانو ته د زړه د حملې یا سکتې خبرداری ورکوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، د زړه حمله په نړیواله کچه د انسانانو د مړینې په سترو علتونو کې راځي.

ددغې کوچنۍ آلې جوړونکي وايي چې له دې سره به په آسترالیا او ټوله نړۍ کې د زړه د حملې او سکتې له خطر سره د مخ خلکو ژوند بدل شي.

یو کس چې له دې ټیکنالوژۍ څخه ګټه اخیستی شوه، ۷۸ کلن مایکل اډمز دی.

اووه کاله دمخه اډمز په سیډني کې په خپل کور کې ناست و، تلویزیون یې کوت چې سکته یې وکړه.

هغه ژوندی پاتې شو، له نېکه مرغه د هغه مېرمن کولین ورسره ناسته وه او سمدلاسه یې مرسته ترلاسه کړه، او په وخت یې خپل میړه روغتون ته ورساوه.

اډمز څو ورځې وروسته تر درملنې لاندې، بله سکته وکړه او له فزیکي او رواني اړخه یې معلول کړ.

اډمز په کور کې د خپل لومړۍ سکتې په اړه وایي چې په ډېره چټکۍ پېښه شوه: "له درد احساسولو پرته، سړی بېهوښه شي. که څوک درته نږدې نه وي او درملنه دې پر وخت ونشي، نو ژوندی نه پاتې کیږې".

د سیډني د پوهنتون څېړونکي وايي چې دوی د دغه نوې وسیلې جوړولو ته نږدې شویدي.

د پوهنتون د بایو میډیکل انجنیرۍ لابراتوار څیړونکي وايي، که څه هم د زړه حمله غیر متوقع او تصادفي وي خو ډیری وختونه یې د خبرداري نښې نښانې موجودي وي.

د ساینس پوهانو په وینا، ممکنه ده چې په وینه کې هغه کوچني بدلونونه کشف شي چې د سکتې پر وخت او یا له سکتې وړاندې راڅرګندیږي.

د سیډني پوهنتون ډاکټر آرنولډ لینینګ جو وايي: "د زړه د حملې مشکل همدا دی چې تصادفي پیښیږي. خلک خبر نه وي چې وینه یې غوټه شوې ده".

د وینې غوټه کېدل شریانونو او رګونو ته د وینې جریان بندوي او کله چې د زړه او دماغ په څېر د بند مهمو برخو ته د وینې جریان اغېزمن شي، سکته او د زړه حمله رامنځته کیږي.

دا نوې جوړېدونکې وسیله د وینې په جریان کې هغه کوچني بدلونونه کشفوي او په اړه یې خبرداری ورکوي چې د وینې د غوټه کېدو او د جریان د بندېدو سبب کیږي.

ډاکټر آرنولډ لینګ جو وايي: "موږ دا مایکرو مایعات جوړ کړل چې کولی شي د وینې جریان او همدا ډول په دغه جریان کې بایو طبي فاکتورونه او د وینې د حجرو او سپینو کورویاتو عکس العملونه وڅاري، چې څنګه تعامل کوي، او څنګه د یو بل سره یو ځاې کیږي او بیا مونږ دغه آله د وینې د غوټه کیدو د وړاندوینې لپاره کاروو".

د شمالي ساحل د شاهي روغتون د زړه د ناروغیو د څانګې رئیس، پروفیسور روینای بهندي وايي: "دا نوې آله چې په زړه کې د وینې د غوټه کېدو سیستم په دقت سره څاري د هغه اشخاصو د پېژندلو عالي وړتیا لري چې ورځ په ورځ یې د خطر کچه بدلېږي. نو نن ورځ ستاسو د وینې جریان کیدی شي نورمال وي مګر ممکنه ده چې سبا داسې نه وي. او، نو، زه فکر کوم چې د اوسني درملو او لازمو تدابیرو سره یو ځای شوي وسایل واقعاً زموږ سره د مرستې په کولو کې ګټور دي".

د زړه ناروغان کولی شي ددې وسیلې د ورځني استعمال له لارې په خپل بدن کې د وینې غوټه کېدل وڅاري او د اړتیا په صورت کې پر وخت اړینې طبي مرستې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG