د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال په افغانستان کې د قربانۍ دپاره د څارویو بازار سوړ دی


سږکال د لوی اختر له رارسېدو سره په افغانستان کې د قربانۍ دپاره د څارویو بازارونه د تېرو کلونو په څېر ګڼه ګوڼه نلري. د څارویو پلورنکي وايي، د پېرودونکو شمېر کم دی او مالونه یې نه خرڅیږي.

د کابل د څارویو په منډيي کې څاروي او د څارويو خرڅوونکي د خریدارانو لار څاري. دلته د څارویو بازار د تېرو کلونو په پرتله سوړ دی.

محی الدین د قربانۍ د اخیستلو دپاره دغه بازار ته راغلی او وايي: "پخوا د خلکو اقتصاد ښه وو. څاروي یې اخیستل. خو اوس دلته ډیر پسونه او نور څاروي راوړل شوي خو خریداران کم دي".

لالی چې هر کال له ۳۰ څخه تر ۳۵ غواګانې دلته د خرڅلاو دپاره راولي، د سږني سوړ بازار څخه شکایت کوي.

هغه وايي: "دا غواګانې زه له درې څخه تر څلورو میاشتو ساتم، مصرف پرې کوم او بیا یې د خرڅلاو دپاره دلته کابل ته راولم. دا مې بیګا راوستي دي. خو تر اوسه یوه هم نه ده خرڅه شوې".

د څارویو بل پلورونکی، ولي جان وايي چې د مالونو ساتل او ورته خواړه برابرول هم ډېر مصرف غواړي. دی وايي چې د موادو د بیو له لوړېدو سره د دوی مصرف زیات شوی دی او مجبور دي چې د څارویو بیې هم لوړې کړي.

ولي جان وايي: "پخو یوه بوجۍ بوس په ۱۳۰ افغانۍ وو خو اوس یې قیمت ۲۲۰ افغانیو ته لوړ شوی دی".

د څارویو پلورونکي وايي په هېواد کې د خلکو خراب اقتصاد او بې روزګارئ د دوی پر بازار هم اغېز کړی دی.

محمد حسن چې له شمالي ولایتونو څخه د قربانۍ څاروي د خرڅلاو دپاره کابل ته راوړي، وايي: "په تېر حکومت کې خلکو عاید درلود، او ددې توان یې درلود چې د قربانۍ دپاره څاروي واخلي. اوس خلک بې وزلي دي، څه نلري. کار نشته، پیسې نشته. خلک په کوچنیو او ارزانه پسونو پسې ګرځي. د تېر په څېر غټ او قیمتي مالونه نشي اخیستلای".

دا په تېر اګست کې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، د افغانستان د خلکو دپاره لومړنی لوی اختر دی چې تر نویو حاکمانو لاندې یې تیروي.

XS
SM
MD
LG