د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې صدراعظم خپله استعفا اعلان کړه


د برتانیي صدراعظم بوریس جانسن پر خپلې دندې د پاتې کیدو لپاره له څو ورځو مبارزې وروسته، نن پنجشنبه ۷ جولای (چنګاښ ۱۶) استعفا اعلان وکړه.

د برتانیې محافظه کار ګوند به اوس د صدراعظم د څوکۍ دپاره نوی کس ټاکي.

بوریس جانسن د خپلې استعفا په اړه په بیان کې وویل: "پر دندې د پاتې کېدو دپاره د تیرو څو وروځو راهیسې زما د ټینګار علت یوازې زما خپله غوښتنه نه وه، بلکه ستاسو پر وړاندې زما د مسوولیت احساس وو ترڅو هغه ژمنه عملي کړم چې په ۲۰۱۹ کې مې کړې وه".

جانسن وویل تر هغو چې د محافظه کار ګوند له لوري نوی مشر ټاکل کیږي، دی به د صدراعظم په توګه کار ته دوام ورکوي. د ښاغلي جانسن په وینا، د ګوند د نوي مشر او صدراعظم د ټاکلو دپاره د انتخاباتو چارې راتلونکې اونۍ اعلانیږي.

بوریس جانسن د پنجشنبې په وینا کې، د اروپا له اتحادیې څخه د برتانیې وتل (برکزیټ)، د کرونا د وبا پر وړاندې مبارزه او پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې د لویدیځ مشري د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

که څه هم ښاغلي جانسن پر دنده باندې په پاتې کېدو ټینګار کاوه خو د کار له دوام سره یې د ګوند په داخل کې مخالفتونه موجود وو او په پارلمان کې د محافظه کار ګوند د تقریبا ۵۰ غړو استعفا او همدارنګه د کابینې د غړو په ګډون د شاووخوا ۴۰ حکومتي مسوولینو استعفا کولو هغه مجبور کړ چې وظیفه پرېږدي.

جانسن د خپلو سیاسي مخالفینو له لورې تورن شوی و چې د کرونا د قرنطین قانون یې مات کړی دی او د قرنطین په دوران کې یې د خپل کار په دفتر کې نږدې ۱۲ ځله شخصي میلمستیاوې جوړې کړي دي.

پر بوریس جانسن دا تور هم وو چې د برتانیې د پارلمان له یوه انظباطي ناظر سره یې ناوړه چلند کړی او اخلاقي ضوابط یې په پام کې ندي نیولي.

د برتانیې په پارلمان کې د سکاټلنډ د ملي ګوند مشر، ایان بلکفورډ وايي، جانسن پر ځان باندې د خلکو اعتماد له پامه غورځولی دی. بلکفورډ وویل: "هغه باید درک کړي چې نور د رهبرۍ کولو اخلاقي صلاحیت نلري، او وخت یې پای ته رسیدلی دی".

بوریس جانسن په کال ۲۰۱۹ کې قدرت ته له رسېدو وروسته ژمنه وکړه چې د اروپا له اتحادیې څخه د برتانیې ایستل (برکزیټ) به بشپړوي او هېواد به له هغه بحران څخه باسي چې په ۲۰۱۶ کال کې د برکزیټ پر سر د شویو ټولټاکنو وروسته پیل شوی دی.

جانسن د متحده ایالتونو نږدې ملګری او د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین ملاتړی دی.

د برتانیې د صدراعظم په توګه له دندې وړاندې، بوریس جانسن ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د لندن ښاروال او د پارلمان غړی پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG