د ملي رادیو تلویزیون د پخوانۍ ویاندې شبنم دوران مرکه
د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون پخوانۍ ویانده، شبنم دوران وايي چې طالبانو ددغې رسنۍ ټولې خبریالانې او کار کوونکې په کور کښینولې دي او اجازه نه ورکوي چې کار ته ولاړې شي. مېرمن دوران، د امریکاغږ سره په مرکه کې ویلي، طالبان هڅه کوي د زور زیاتي او فشار له لارې خبریالانې د کار پرېښودلو ته مجبورې کړي.