د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مخدراتو د بندیز فرمان سم عملي کړی ندی- کارپوهان


پداسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کیږي یو شمیر کارپوهان، عام وګړي او په نشه يي موادو روږدي وايي د طالبانو د نشه يي موادو فرمان سم نه عملي کیږي.

هغوی وایي چې د نشه يي موادو پلور لا هم روان دی. خو بل لورته د طالبانو ویاند وايي چې ددغه فرمان تطبیق ته جدي دي.

تیر یو کال کې له نشه يي توکو سره د طالبانو مبارزه له لوړو ژورو سره مخ وه. که څه هم د طالبانو مشر د اپریل په درېیمه د کوکنارو په کر بندیز ولګوه او د نورو نشه يي موادو استعمال، قاچاق او پلور یې بند کړ خو یو شمیر کارپوهان پدې باوري دي چې دا فرمان سم ندی عملي شوي.

د نشه يي توکو د یوه کتاب ژباړن محمد عمر ستانکزی وايي د طالبانو فرمان په ځینو برخو کې شاید عملي شوی وي، خو لا هم د نشه يي توکو پلور کیږي.

محمد عمر ستانکزي وویل:زه چې وینم پنځوس الی اویا فیصده هم دا فرمان ندی عملی شوی. ځکه ندی عملي شوی چې مونږ یې عملا پایله نه ګورو. مثلا د پل سوخته لاندې او نورو سیمو کې په روږدو نشه يي توکي پلورل کیږي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وايي د طالبانو له راتګ سره د دوی د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د معتادینو د راټولولو چاره په چټکۍ په مخ لاړه او یو زیات شمیر معتادین له کابل ښار را ټول کړل شوو. خو معتادین بیا وايي، چې د درملنې په مرکزونو کې امکانات نشته.

د کابل ښار اوسیدونکی ځدراڼ وايي د طالبانو راتګ سره د معتادینو شمیر په کابل ښار کې کم شوی دی.

هغه وویل: په کابل ښار کی د معتادینو شمیر کم شوی دی ولی په اطرافو کی زیات شوی دی په دی خاطر چی دوی د یو څه وخت لپاره په هزاربسترشفاخانه کې بستروي او تداويي کوي نور یې بیا پریږدي.

غلام حسین چې په نشه يي توکو روږدی دی وايي، په لومړي سر کې د طالبانو له راتګ سره معتادینو له طالبانو ډاریدل خو اوس بیا معتادین مخ په زیاتیدو دي.

هغه وویل: "دا امارت هم چې راغلی مخکې ښه وو اول چې راغلل پام یې کوه. خلک ترې ویریدل اوس خلک نه ویریږي. مواد هماغسې پیدا کیږي اوس ډیر خرڅیږي او ژر هم پیدا کیږي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند بیا وايي تیر یوکال کې د دوی د مشر د فرمان په اساس د نشه يي توکو په وړاندې جدي خو د بزګرانو د اقتصادي ستونزو او د معتادینو په درملنه کې د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د دوی د مشر له فرمان وروسته د کوکنارو په کرلو بندیز دی خو بزګرانو ته باید بدیل پيدا کړي.

هغه وویل: "د بشرپالو بنسټونو او مؤسساتو دا دنده ده دا یې رسالت جوړیږي چې زمونږ دهاقینو سره د بدیل معیشت په برخه کې لکه څنګه چې لازمه ده همکاري وکړي.

د طالبانو واکمني داسې مهال دوهم کال ته داخلیږي، چې د دوی حکومت لا هم نړۍ په رسمیت ندی پيژندلی او د نشه يي توکو په وړاندې په مبارزه کې د نړۍ د مرستو څرک چې طالبان یې غواړي څرک نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG