د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د 'یلوسټون' ملي پارک کلیزه او د بومي امریکایانو یاد


د امریکا د مونټانا او وایومینګ په ایالتونو کې د یلوسټون د ملي پارک ۱۵۰ مه کلیزه لمانځل کېږي. او د هغو بومي قبایلو یاد تازه کېږي چې په دغه سیمه کې اوسېدل او د پارک د جوړېدو په موخه د سیمې نه په زوره ایستل شوي وو.

په امریکا کې د یلوسټون پارک د نړۍ د عجایبو نه ګڼل کیږي چې هر کال یې په میلیونونو خلک سیل ته ورځي.

خو په دغه پارک کې د بومي اوسېدونکو د کیسو سره چې د لرغونپوهانو په خبره شاوخوا ۱۱ زره کاله یې په همدې سیمه کې ژوند کړی، بیا دومره خلک بلد نه دي.‌

د امریکا غږ خبریاله نتاشا موږګووایا وايي، له هغه وخته چې یلوسټون ملي پارک ونومول شو، بومي خلک له دې سیمې وایستل شول او توجه یوازې د اروپایانو اکتشافاتو ته وشوله.

اوس په ۱۵۰ کلنو کې، په اول ځل د بومي خلکو خیمې دلته په پارک کې درول شوي دي او د دې ځای ځايي ‌خلک خپل حکایتونه کوي.

کلتوري غونډې او په دغه ملي پارک کې د امریکا د سور پوستو قبایلو په تاریخ د خلکو پاوهاوی د پارک د کلیزې د لمانځلو برخه ده.

له سیمې د سور پوستو قبایلو په زوره ایستل د ۱۹مې پیړۍ په وروستیو کې پیل شول.

د وینونا تېندور کورنۍ هم په ایستل شویو قبایلو کې شامله وه.

هغه وايي: "زما انا ما ته یلي وو چې پارک ته مه ځه.‌ هغې ما ته وویل چې په دې اړه خبرې ونه کړم چې دا د هغې لپاره ښه خاطره نه وه چې د خپل ټاټوبي نه ایستل شوې وه. مانا دا چې دا ورته ګرانه وه ځکه چې دا یې ټاټوبی و او هغې ته ویل شوي وو چې بیرته رانشي او هغه هیڅ کله هم بیرته رانغله".

هنرمندې کرسټین کنکل چې په خټه بومي امریکايي ده، د کلیزې په مراسمو کې خپل نوی کمپوز –Reclaim The Land - یا د ځمکې بېرته تر لاسه کول– وړاندې کړ.

هغې وویل:‌ "واضح ده چې خلک به بیرته په یلوسټون کې و نه اوسېږي. دا یو ملي پارک دی خو موږ غواړو چې کلتور مو وپیژندل شي، او موږ غواړو چې دا ومنل شي چې یو وخت دلته او په ټوله امریکا کې [بومي امریکايي] قبایل اوسېدل".

د یلوسټون د پارک مسئول کام شولي وايي‌ چې هغه خلک چې پلرونو او نیکونو یې دلته ژوند کاوه، تر بل هر چا ښه د یلوسټون کیسه بیانولی شي.

هغه وايي: "ددې نه مخکې چې یلوسټون ملي پارک شي، دوی دلته ژوند کاوه او موږ په تېر یوه کال کې ډېر زیات زیار ایستلی چې دوی دخیل کړو. ټول قبایل تر څو چې زموږ سره زموږ د کارونو په ښه کولو کې مرسته وکړي. د پارک د خدمات مسوولین دا وظیفه لري چې د امریکا تاریخ بیان کړي - که هغه ښه وي که بد".

شولي وايي‌، مهمه ده چې د قبایلو د یاد دپاره دا کلیزه یوازنۍ نه وي، بلکې دا باید د قبایلو د یاد او نمانځلو د اوږده بهیر پیل وي.

XS
SM
MD
LG