د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړله


د افغانستان کرکټ بورډ د شلو اورونو نړیوال جام سیالیو لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړله چې ځینو لوبغاړو ته د لومړي ځل لپاره په لوبډله کې فرصت ورکړل شوی.

د لوبډلې مشر محمد نبي او مرستیال یې نجیب الله ځدراڼ دی.

په لوبډلې کې نوین الحق، فضل حق فاروقي او فرید ملک تر څنګ بل ځوان تیز توپ اچوونکي سلیم سافي ته ځای ورکړل شوی. دا لومړی ځل دی چې سلیم سافی د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې برخه اخلي.

د دې تیز توپ اچوونکي تر څنګ درویش رسولي او قیس احمد ته هم په پنځلس کسیزه لوبډله کې شامل شوي. رسولي توپ وهونکی خو قیس بیا د ورو توپ اچوونې تر څنګ په توپ وهنې کې هم ښه دی.

په لوبډله کې د قیس احمد شاملیدو یو دلیل دا بلل شوی چې په اسټرالیا کې د بګ بش په سیالیو کې ډیره تجربه لري او د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام سیالۍ هم په همدې هیواد کې کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټه هم وایي چې ځیني لوبغاړي یې پدې خاطر په لوبډلې کې اخیستي چې په اسټرالیا کې د لوبو کولو تجربه لري.

کپتان محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمان او قیس احمد څلورو واړو د اسټرالیا د بیګ بش په سوداګریزو سیالیو کې لوبې کړي.

په لوبډلې کې توپ وهونکي: رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، درویش رسولي، عثمان غني او نجیب الله ځدراڼ دي.

تیز توپ اچوونکي: فضل حق فاروقي، نوین الحق، سلیم سافی، فرید ملک او عظمت الله عمرزی.

ورو توپ اچوونکي: راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان او قیس احمد.

په تیر نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کپتان ګلبدین نایب، رحمت شاه، افسر ځاځی او شرف الدین اشرف په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي.

ټاکل شوې چې د شلو اورونو نړیوال جام سیالۍ د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۶مې پیل او د نومبر په ۱۳مې پای ته ورسیږي.

تیر ځل د دې جام سیالۍ په هند کې شوې وې او اتلولي یې د اسټرالیا لوبډلې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG