د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۲۰ کالو عمر لاندې فوټبال ملي ټیم عمان ته ماتې ورکړه 


د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کالو عمر لاندې ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کالو عمر لاندې ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کالو عمر لاندې ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام ته د غوراوي سیالیو په لړ کې نن د جمعې په ورځ په خپله دویمه ګروپي سیالۍ کې عمان ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

د افغانستان د ۲۰ کاله عمر لاندې ځوانانو د ملي لوبډلې مهاجم امید رجبي د عمان د ټیم پر وړاندې خپل یواځنی ګول د لوبې په ۲۸مه دقیقه کې وواهه.

د سیالۍ تر پایه پورې د عمان لوبغاړي ونه توانیدل چې د افغان ملي لوبډلې پر وړاندې ګول ووهي.

دا د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کالو عمر لاندې ملي لوبډلې دویمه ګروپي لوبه وه. په لومړۍ سیالۍ کې چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۴مه ترسره شوه، تایلنډ افغانستان ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

د افغانستان د ځوانانو د دې ملي لوبډلې درېیمه او وروستۍ ګروپي سیالي به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه د فلیپین د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.

افغانستان چې د دې سیالیو په G ګروپ کې دی، د یوې بریا او یوې ماتې سره درې نمرې لري او په دویم ځای کې دی. تایلنډ د یوې لوبې په ترسره کولو او دریو نمرو په لرلو سره د دې ګروپ په سر کې دی.

عمان د ګول د توپیر له امله په یوې بریا او یوې ماتې سره دریم ځای لري.

افغانستان باید د سیالیو بل پړاو ته د رسیدو لپاره د تایلینډ او فیلیپین په وړاندې لوبه وګټي.

د دې ګروپ ټولې سیالۍ په عمان کې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG