د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د 'غیر ناټو عمده متحد' په توګه د افغانستان موقف لغوه کړ


سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د «غیر ناټو عمده متحد» په توګه د افغانستان موقف لغوه کړ.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۳ (تلې لمړۍ) په یوې اعلامیې کې ویلي دغه پرېکړه د اساسي قانون او د متحده ایالاتو د نورو قوانینو د اختیاراتو له مخې چې ولسمشر ته یې ورکړي دي شوې ده.

تر دې مخکې جو بایډن په یو لیک کې کانګرس او د استازو مجلس ته د یادې پرېکړې په اړه خبر ورکړی و.

متحدو ایالتونو په ۲۰۱۲ میلادي‌کال کې افغانستان د غیر ناټو د عمده متحد په توګه اعلان کړ او د کابل او واشنګټن لپاره یې زمینه مساعده کړه چې خپلې اقتصادي او دفاعي اړیکي وساتي.

د متحدو ایالتونو د قوانینو له مخې، د امریکا بهرني متحدین کولی شي د دفاع، تجارت او امنیتي همکارۍ په برخه کې له مشخصو منافعو څخه ګټه واخلي.

دا موقف متحدو هیوادونو ته اقتصادي او نظامي امتیازات هم ورکوي خو هیڅ ډول امنیتي تعهد یې په وړاندې نلري.

ددغه موقف پر اساس، د متحده ایالاتو متحد هیوادونه د اکمالاتي او مادي پورونو شرایط ترلاسه کوي او د یو موقعیت په توګه د امریکا د جنګي احتیاط د زیرمو لپاره کارول کیږي. پر دې سربیره د متحده ایالاتو د عمده متحدو هیوادونو خصوصي شرکتونه کولی شي د ترمیم، حفظ او مراقبت او د امریکایي نظامي تجهیزاتو د اساسي ترمیم لپاره قرار دادونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د «غیر ناټو عمده متحدینو» له لېسته د افغانستان نوم لیري کولو په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د تصمیم په اړه ویلي و چې په دې اړه هیڅ اندېښنه نلري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیرې جولای میاشتې پر اوومه وویل چې دغه عنوان نه د افغانستان په ګټه دی او نه یې د بیرته لغو کولو په اړه اندېښنه لري.

خو طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د «دپلوماسۍ او سوداګرۍ» له لارې د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې سره د ښو او مثبتو اړیکو پر لرلو باندې ټینګار کړی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ددې موقف په لغوه کیدو سره به متحده ایالات د غیر ناټو ۱۸ عمده متحدین ولري چې ارجنټاین، استرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر ، اسراییل، جاپان، اردن، کویټ ، مراکش، نیوزیلنډ، پاکستان، فلیپین، قطر، جنوبي کوریا، ټایلنډ او تونس دي.

XS
SM
MD
LG