د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د 'غیر ناټو عمده متحد' په توګه د افغانستان موقف لغوه کوي


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د کانګرس د دواړو مجلسونو مشرانو ته په یو لیک کې ویلي چې غواړي د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان موقف لغوه کړي.

سپینې ماڼۍ چهار شنبې جولای ۶ (چنګاښ ۱۷) د کانګرس مشرانو ته په استول شوی لیک کې د جمهور رئیس بایډن په حوالې ویلي:" غواړم د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان د موقف د لغوه کیدو په اړه تاسې ته خبر درکړم."

بایډن په داسې حال کې دغه پریکړه کوي چې افغانستان په تیرو شلو کلونو کې له ترهګرۍ او طالبانو سره په جګړه کې د امریکا ستر متحد وو.

متحدو ایالتونو په ۲۰۱۲ میلادي‌کال کې افغانستان د غیر ناټو د عمده متحد په توګه اعلان کړ او د کابل او واشنګټن لپاره یې زمینه مساعده کړه چې خپلې اقتصادي او دفاعي اړیکي وساتي.

د متحدو ایالتونو د قوانینو له مخې، د امریکا بهرني متحدین کولی شي د دفاع، تجارت او امنیتي همکارۍ په برخه کې له مشخصو منافعو څخه ګټه واخلي.

دا موقف متحدو هیوادونو ته اقتصادي او نظامي امتیازات هم ورکوي خو هیڅ ډول امنیتي تعهد یې په وړاندې نلري.

ددغه موقف پر اساس، د امریکا متحد هیوادونه د اکمالاتي او مادي پورونو پر شرایطو برابر دي او د یو موقعیت په توګه د امریکا د جنګي احتیاطي زیرمو لپاره کارول کیږي.

پر دې سربیره د متحدو هیوادونو خصوصي شرکتونه کولی شي د ترمیم، حفظ او مراقبت او د امریکایي نظامي تجهیزاتو د اساسي ترمیم لپاره قرار دادونه ترلاسه کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ددې موقف په لغوه کیدو سره به متحده ایالات د غیرناټو ۱۸ عمده متحدین ولري چې ارجنټاین، استرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر ، اسراییل، جاپان، اردن، کویټ ، مراکش، نیوزیلنډ، پاکستان، فلیپین، قطر، جنوبي کوریا، ټایلنډ او تونس دي.

د افغانستان جګړه د متحدو ایالتونو په تاریخ کې ددغه هیواد تر ټولو اوږده جګړه وه چې ۲۴۶۱ امریکایي پوځيان پکې ووژل شول او څه باندې ۲۰ زره نور ټپیان شول.

د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر میاشت کې پر متحدو ایالتونو له ترهګریزو بریدونو وروسته، واشنګټن د القاعده د له منځه وړلو او د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره د شمال ائتلاف په مرسته پراخ هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل او ډیر ژر یې په هغه هیواد کې د طالبانو پنځه کلنه واکمني پای ته ورسوله.

امریکا او متحدینو یې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې خپل شل کلن نظامي حضور پای ته ورساوه او خپل ټول پوځیان یې له هغه هیواد څخه وایستل.

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه لا په کابل کې وو طالبانو وکړای شول پر ټول افغانستان یوځل بیا ولکه ټینګه کړي او د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري حکومت ړنګ کړي.

د متحدو ایالتونو په وتلو سره نه یوازې په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان په میلیاردونه ډالر کنګل شول بلکې له هغه هیواد سره نړیوالې مرستې هم بندې شوې. افغانستان په تیرو شلو کلونو کې تر ډیره په نړیوالو مرستو متکي وو.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وویل چې هغوی په افغانستان کې خپل هدف ته چې د القاعده له منځه وړل وو، رسیدلي دي او نور د افغانستان په نه ختمیدونکې کې نشي پاتې کیدای.

امریکا که څه هم اوس په افغانستان کې نظامي حضور نلري خو په افغانستان کې یې د بشري کړکیچ د مخنیوي لپاره ۷۷۴ میلیونه ډالره مرسته کړېده.

له ترهګرۍ سره مبارزه

د متحدو ایالتونو د وسله والو پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د مې میاشتې په ۱۱ نیټه ویلي وو چې که د افغانستان له طرفه متحدو ایالتونو ته خطر متوجه شي، ددغو خطراتو د مخنیوي وړتیا لري.

ښاغلي میلي د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې وویل چې امریکايي ځواکونه تر اوسه په افغانستان کې خپلو نظارتي فعالیتونو ته دوام ورکوي خو نوموړي په دې اړه ډیر جزیات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG