د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهګرۍ د ملاتړ له خړ لیست نه د پاکستان د وتلو په اړه غونډه کیږي

د مالي اقدام (FATF) په نوم نړیوال سازمان سبا سه شنبې اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) د فرانسې په پایتخت پاریس کې په پیلېدونکې غونډه کې دا پرېکړه کوي چې پاکستان له خړ لیست څخه وباسي که نه.

پاکستان د ناقانونه پیسو د سپینولو او ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور د ۲۰۱۸ کال راهیسې ددغه سازمان په خړ لیست کې دی.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار، واشنګټن ته د سفر پرمهال، ویلي چې هېواد یې د مالي اقدام سازمان له خړ لیست نه په وتلو باندې کار کوي.

د مالي اقدام سازمان ویلي چې پاکستان ته په ورکړل شویو ۳۸ سپارښتنو کې شپږ تر اوسه نیمګړي پاتې دي.

خو اسحاق ډار امریکا غږ ته وویل: "د ایف اې ټي ایف سره زمونږه خبرې مثبتې دي او پلان مو دی چې د خړ لیست نه ووځو."

د مالي اقدام سازمان د تورو پیسو سپینولو او ترهګرۍ سره په مالي مرسته که د لتاړو کسانو پر ضد بندیزونو لګولو، د هغوی د حسابونو څارلو او د پیسو په غیرقانوني لېږد باندې د نظر ساتلو په اړه د پاکستان په اخیستل شویو ګامونو ډاډ نه دی څرګند کړی.

څیړونکي وايي، په خړ لیست کې د پاکستان د نوم د ساتلو په اړه د مالي اقدام سازمان غړي هېوادنه په یوه خوله ندي او دا کار ښايي ددې لامل شي چې پاکستان دا ځل وتوانیږي چې له دغه لیست څخه ووځي.

د منځني ختیځ د چارو د مرکز څېړونکي ماروین واینبام وویل: "مخکې چې په پاکستان کوم تورونه وو، د نږدې ټولو غړو هېوادونو تر منځ پرې اتفاق وو. او اوس د دغو هېوادونو تر منځ، يوازې د روسیې او چین نه، د نورو منځ کې هم اختلافونه دي."

د پاکستان حکومت د غیرقانوني پیسو د مخنیوي لپاره یو شمېر قوانین پلي کړي او پوځ یې په دې وروستیو کې بیا ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د ترهګرۍ مخنیوی کوي.

پاکستان د همدې اقداماتو په رڼا کې د تېرو څو میاشتو راهیسې وايي چې د مالي اقدام له خړ لیسټ نه د وتلو دپاره یې ټولې سپارښتنې عملي کړي دي.

د سیمه ییزو چارو شنونکی محمد تقي وايي، د جماعت الدعوه په څېر په ترهګریزو فعالیتونو تورنې ډلې د پاکستان په لاهور او نورو ښارونو کې ښکاره غونډې جوړوي خو، د هغه په خبره، په دغه ټکې باندې په نړیواله کچه سترګې پټیږي.

په امریکا او نورو هېوادونو کې حکومتي چارواکي او څېړونکي، دا تور هم لګوي چې طالبان د پاکستان په ملاتړ پر افغانستان واکمن شوي دي. اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.

د پېښور پوهنتون استاد سید اشرف وايي، پاکستان په ظاهره وايي چې د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي، خو ددغه دریځ په عملي کولو کې ورسره د سیمې هېوادونه او نړۍ اختلاف لري.

ښاغلی اشرف وايي، د پاکستان له سوات څخه تر وزیرستانه او نورو قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسۍ په دغه سیمه کې د ترهګرۍ د لا پیاوړي کېدو لامل بلل کیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG