د لاس رسي وړ اتصالات

وسیم اکرم څنګه په نشه یي موادو روږدی شو او څنګه‌ یې ځان وژغوره؟


وسیم اکرم، د پاکستان د کرکټ وتلی لوبغاړی
وسیم اکرم، د پاکستان د کرکټ وتلی لوبغاړی

د پاکستان د کرکټ وتلی لوبغاړی وسیم اکرم وايي د خپلې لومړنۍ مېرمنې، هما، مړینې د کوکایینو پرېښودو ته وهڅاوه.

د ټایمز مجلې سره په مرکه کې،۵۶ کلن وسیم اکرم ویلي، د نشيي موادو د پرېښودو دپاره د هغه د مېرمنې لارښوونو ځکه نتیجه ورنکړه چې، ډاکتر یې ناوړه وو او له امله یې بیرته د کوکایینو استعمال ته مخه کړه.

وسیم اکرم وايي، په ۲۰۰۹ کال کې د هغه د میرمنې هما مړینې هغه وهڅاوه چې نور کوکایین استعمال نه کړي.

په ۱۹۹۲ کال کې، کله چې پاکستان د کرکټ نړیوال جام وګټه، وسیم اکرم ددغه هېواد په ملي ټیم کې لوبه کوله. هغه په ټیسټ لوبو کې له ۴۰۰ زیاتې ویکټې اخیستي دي.

وسیم اکرم وايي، په سویلي آسیا کې د شهرت فرهنګ د نشيي موادو له استعمال "ګمراهۍ او فساد" سره تړلی دی او په ۲۰۰۳ کال کې له لوبو څخه له تقاعد وروسته په نشيي موادو واوښت.

وسیم اکرم وايي د نشې له پرېښودلو وروسته یې له آسترالیايۍ شنایرا ټامسن سره واده وکړ.
وسیم اکرم وايي د نشې له پرېښودلو وروسته یې له آسترالیايۍ شنایرا ټامسن سره واده وکړ.

د کرکټ دغه نامتو پاکستانی لوبغاړی وايي، په لومړي ځل ورته په بریتانیا کې په یوې مېلمستیا کې د کوکایینو د استعمالولو وړاندیز وشو او له هغه وروسته یې ورو ورو د کوکایینو استعمالول پیل کړل او پرې روږدی شو.

هغه زیاته کړه چې وروسته دی په یوه چلبازه شخص بدل شو، مېرمن یې له دوو ماشومانو سره یوازې پرې ایښې وه، او پخپله یې د کار په بهانه به په محفلونو کې وخت تیروه.

وسیم اکرم وايي، په ۳۰ کلنۍ کې د شکر په ناروغۍ اخته شو، مېرمن یې په جیب کې د کوکایینو یوه پوړۍ وموندله او ورڅخه یې وغوښتل چې نشه پرېږدي او خپله درملنه وکړي.

د کرکټ دغه پخوانی ستوری په لاهور کې د معتادانو د درملنې د مرکز ډاکتران فریبکاران ګڼي او وايي، هغوی د معتادانو نه بلکه یوازې د پیسو په اړه فکر کاوه.

هما په ۲۰۰۹ کال کې د یو ډول فنګس په ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړه شوه او د هغې د مړینې غم وسیم اکرم دې ته وهڅوه چې د کوکایینو استعمال پرېږدي.

هغه وویل چې د نشې له پرېښودلو وروسته یې له آسترالیايۍ شنایرا ټامسن سره واده وکړ او له هغې څخه یوه لور لري.

وسیم اکرم وايي، له هغه وروسته تر اوسه یې ځان له نشيي موادو څخه لیرې ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG