د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ یو ورځنیو سیالیو لړۍ مساوي شوه


ددې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه نن سریلانکا وګټله.
ددې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه نن سریلانکا وګټله.

په سریلانکا کې د افغانستان او کوربه هېواد تر منځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه نن چهارشنبې نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) د څلور ویکټو په توپیر سریلانکا وګټله.

افغان لوبډلې ددې لړۍ لومړۍ لوبه د تیرې جمعې په ورځ ګټلې وه او دوهمه لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.

په نننۍ لوبه کې، د سریلانکا توپ وهونکي چاریت اسالنکا د خپل ټیم په بري کې مهم رول ولوبوه. هغه په ۷۲ توپونو ۸۳ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. اسالنکا له افغانستان سره د روانو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې هم ۸۵ منډې کړې وې.

افغانستان نن پچه وګټله او مقابل لوري ته یې د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه. سریلانکا دغه هدف په پنځوسم اوور کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د سریلانکا کوسال مینډیس ۶۱ منډې وکړې.

د افغانستان پرانیستونکی توپ وهونکی ابراهیم ځدران په دې لوبه کې ۱۶۲ منډې وکړې. ابراهیم ځدران ددې لړۍ په لومړنۍ لوبه کې هم سلیزه پوره کړې وه او ددې لړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان توپ وهونکی ابراهیم ځدران د لوبو ددې لړۍ غوره لوبغاړی شو.
افغان توپ وهونکی ابراهیم ځدران د لوبو ددې لړۍ غوره لوبغاړی شو.

د توپ اچونې په برخه کې نن، راشد خان په لسو اوورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او د سریلانکا څلور لوبغاړي یې وسوځول. محمد نبي هم ښه بالینګ وکړ، په لسو اوورونو کې یې ۵۶ منډې ورکړې او د مقابل لوري دوه لوبغاړي یې وسوځول.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان په ټیم کې نور احمد هم شامل وو چې دا یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ګډون لومړی ځل وو. هغه څلور اوورونه بالینګ وکړ او ۳۲ منډې یې ورکړې.

په نننۍ لوبه کې د سریلانکا توپ اچوونکي کاسون راجیتا په لسو اورونو کې ۶۰ مندې ورکړې او د افغانستان درې لوبغاړي یې وسوځول. د سریلانکا ورو توپ اچوونکي ونیندو هسرانګا په خپلو لسو اورونو کې ۶۷ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

له سري لانکا څخه د یوې لوبې ګټلو او بلې مساوي کولو وروسته، افغانستان د راتلونکي کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لار ومونده.

XS
SM
MD
LG