د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک تر ملي لوبډلې د افغان فوټبالرې نادیه ندیم د رسېدو کیسه او د مور ناببره مړینې غم


 نادیې ندیم د ډنمارک ملي ټیم دپاره په ۱۰۳ سیالیو کې ٣٨ ګولونه وهلي دي.
نادیې ندیم د ډنمارک ملي ټیم دپاره په ۱۰۳ سیالیو کې ٣٨ ګولونه وهلي دي.

افغان فوټبالرې او د ډنمارک د فوټبال ملي لوبډلې غړې نادیې ندیم ، تېره اونۍ په قطر کې د نړیوال جام سیالیو په جریان کې په تلویزیون تبصره کوله چې یو دم د یوې غمجنی پیښې خبر ولړزوله. خبر دا و چې د هغې مور، چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې یې خپله کورنۍ د افغانستان نه ایستلې وه، او نادیه هغه وخت وړه نجلۍ وه، په ډنمارک کې په ترافیکي پیښه کې وژل شوې ده.

نادیی د خپرونې په نیمایي کې خپل کار پریښود او ډنمارک ته روانه شوه، خو په یوه اونۍ کې د آی ټي وي، شبکې لپاره چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی، د خپل کار په خاطر بیرته قطر ته ولاړه.

ندیم وايي د مور د مړېنې په درانه غم کې یې کار ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړه: "فکر کوم، که زه وژاړم ، نه به زما سره مرسته وکړي، او نه به زما مور بیرته ژوندۍ شي. او دویم ، زما په فکر ، زه باید قوي و اوسم ځکه چې مور می ډیره قوی ښځه وه. یوه د قویتوب مسله ده او بله مسله د قویتوب څرګندول دي. نو دا هغې ته زما د درناوي یوه وسیله ده."

ندیم په کابل کی لویه شوې ده. لس کلنه وه چې پلار یې چې پوځی جنرال و، احضار شو چې د طالبانو د رهبرانو سره وګوري. خو هیڅکله بیرته را نغی، او د ندیم ماشومتوب له ستونزو ډک شو.

دا وايي، د مور دپاره یې په یوه داسې ټولنه کې چې ښځې له محدودیتونو سره مخامخ دي او نشي کولای له نارینه محرم پرته له کوره ووځی، د پنځو وړو لوڼو په یوازې سر پالل آسان نه وو.

د ندیم مور د خپلو ماشومانو د راتلونکي دپاره د کډوالۍ لاره غوره کړه او په قاچاقي ډول تر اروپا ورسېدل.

شپږ میاشتې وروسته د ډنمارک پایتخت کوپنهاګن کې د کډوالو په یو کمپ کې ددې د کورنۍ د سیاسي پناه درخواستي ومنل شوه. د ندیم په زړه دي چې ډنمارکي نجونو فوتبال کاوه او دې به د یوی کټارې نه لوبه لیدله.

ندیم د کډوالۍ په کلونو کې چې دا وړه وه، فوټبال نه مخه کړه. دا وايي: "ما لیدل چې ډنمارکي ماشومان چې زما همزولي به وو، قریب لس کلنی ، یوولس کلنې، ډیرې خوشحاله او ازادې وې، په همدغه شیبه کې ما هم غوښتل چې د هغوی غوندې په میدان کې و اوسم."

مېرمن ندیم زیاته کړه: "فوتبال مې چې پیل کړ، له نورو نجونو ډیره تکړه وم، خو تخنیکي برخه مې وروسته زده کړه. ویډیو ګانې به مې کتلې، یا به مې تلویزیون کتلو، هر څوک خپل قهرمان ګوري. ما د رونالډو او نورو کسانو فوټبال لیدلو."

نادیه ندیم وايي، د فوټبال په میدان کې یې ډیرې ستونزې وګاللې خو کامیابه شوه. هغه د ډنمارک په ملی ټیم او د فوټبال په ډیرو کلبونو کې اوږده تجربه لري. ندیم په ملي ټیم کې په ۱۰۳ سیالیو کې ٣٨ ګولونه وهلي دي. همدا شان هغه نن په تلویزیون کی هم خپل مسلک مخې ته وړي. نادیه له طب پوهنځي نه فارغه شوې، خو له فوټبال سره یې خپله اړیکه نده پرې کړې.

ندیم د بشري مرستندویه چارو سره هم علاقمندي لري او په ٢٠١٩ کال کې د مهاجرو ډنمارکۍ شورا سره په کینیا کی د مهاجرو کمپ ته ورغله چی هلته د ښځو له ټیم سره مرسته وکړي.

ندیم وايي، د خیر په دې کار کې یې جذبه د خپلی مور له برکته وموندله.

XS
SM
MD
LG