د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن رسمي غونډه کې: پوهیږم وایاست خبره لنډه کړه چې د فرانسې – مراکش لوبه ده


Biden
Biden

جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د نړۍ د کابو ۵۰ هیوادونو له مشرانو سره په یوې رسمي غونډه کې وویل، پوهیږي چې باید خبري لندې کړي څو ټول وکړای شي د فوټبال په نړیوال جام کې د مراکش او فرانسې لوبه وویني.

هغه په واشنګټن کې د امریکا – افریقا په غونډه کې په ټوکو سره وویل:"پوهیږم په زړه کې وایاست چې بایډن خبرې لنډې کړه چې نیمه پای لوبه پیلیږي." هغه څرګندونې چې د نړۍ مشرانو وخندل او لاسونه یې پړقول.

د اقلیم په چارو کې د امریکا خاص استازي او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري هم د بایډن له دې څرګندونو سره د هوکړې په هدف سر وخوځاوه.

ولسمشر بایډن د لومړي افریقایي او عرب هیواد په توګه په نړیوال جام کې د مراکش لاسته راوړنې او نیمه پای لوبې ته ددې لوبډلې د رسیدو ستاینه وکړه او د فرانسې او مراکش لوبه یې د مراکش له صدراعظم عزیز اخنوش سره یوځای وکتله.

هغه د نړۍ له یو شمیر مشرانو سره د لوبې د لیدو د جریان د یو کس په خپرولو سره ویلي، ډیر د ویاړ ځای وو چې لوبه یې یوځای وکټله.

بایډن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د مراکش لاسته راوړنې د قدر وړ دي.

مراکش په نیمه پای لوبه کې له فرانسې څخه دوه د صفر په وړاندې پایلې ماته وخوړله خو ډیره ښه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.

د متحدو ایالتونو ټیم د نړیوال جام په تیر پړاو کې او له هالنډ څخه د ماتې له منلو وروسته، له یادو سیالیو څخه ووت.

ټاکل شوېده د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام پای لوبه یا فاینل د ډسمبر میاشتې په ۱۸ نیټه د فرانسې او ارجنټاین ترمنځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG