د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: تحریک طالبان پاکستان ته له پاکستانه بهر پټنځایونه ورکړل شوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا ویلي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) له دغه هیواد څخه بهر پنټځایونه لري.

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له مخې زرداری پرون جمعه د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک کې د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید په یاد غونډه کې ویلي چې پاکستان پخپله خاوره کې د ټولو وسله والو ډلو پر ضد پراخ عملیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو عملیاتو پرمهال د پاکستان خاوره د (TTP) په ګډون له ټولو وسله والو ترهګرو ډلو څخه پاکه شوې ده.

د راپور له مخې ښاغلي زرداری که څه هم په ځانګړي ډول د کوم هیواد نوم نه دی یاد کړی، خو ادعا یې کړې ده چې (TTP) د پاکستان له پولو بهر تللي او هلته خوندي ځایونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) تر دې مخکې ورته راپورونه ردکړي او ویلي دي چې دوی په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځای څخه خپل فعالیتونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې نومبر میاشتې پر ۲۸مه د پاکستان له حکومت سره د اوربند پای ته رسېدو سره په دغه هېواد کې د لویو بریدونو خبرداری ورکړ.

پاکستاني طالبانو په یوې اعلایمې کې خپلو وسله والو ته امر کړی و چې د پاکستان د پوځي عملیاتو پر ضد د دغه هیواد په ټولو برخو کې بریدونه تر سره کړي.

د تحریک طالبان پاکستان تر خبرداری دوې ورځې وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د پاکستاني پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له امله د پولیسو په ګډون درې کسان وژل شول او ۲۸ تنه نور ټپیان شول.

د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخه د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت (TTP) یا تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و. تر هغه وروسته د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د وسله والو بریدونو ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو راپورونه ورکړل شي چې مسؤلیت یې (TTP) په منلی دی.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم ادعاوي کړي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د یاد هیواد دغه ادعاوې د افغانستان له لخوا تل رد شوي دي.

XS
SM
MD
LG