د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یوې چاودنې یو کس وژلی او ۱۲ نور یې ژوبل کړي


تصویر د دغې پېښې نه دی.
تصویر د دغې پېښې نه دی.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیس چارواکي وايي چې نن پنجشنبه مۍ ۱۲ (غوايي۲۲) په یوې چاودنې کې یو تن وژل شوی دی او ۱۲ نور ژوبل شوي‌ دي.

چاودنه د ښار د «صدر» مشهورې سیمې ته نژدې شوې ده.

د پولیسو یو چارواکي سجاد خان د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «ابتدايي تحقیقات ښيي‌ چې چاودېدونکي توکي یوې کثافت دانۍ ته نژدې په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.»

لا معلومه نه ده چې د دغه برید هدف څوک وو. پولیس وايي‌ چې په زیانمنو شویو موټرونو کې یې یو د پولیسو دی او وژل شوی کس هم یو « لاروی» دی.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې تېره میاشت یوې ښځې په کراچۍ کې د بیجینګ فرهنګي مرکز ته نژدې په ځانمرګي برید کې د دریو چینايانو په ګډون یو شمېر خلک ووژل او ژوبل کړل. د برید مسئولیت د «بلوڅ ازادۍ غورځنګ» ومانه.

بیجینګ د «جین-پاکستان اقتصادي دهلیز» په پروژه کې شاوخوا ۵۴ میلیارد ډالر پانګونه کوي، بلوڅ بیلتون غوښتونکي ادعا لري چې د پاکستان حکومت د دوی طبعي زېرمې سپړي او هاغسې چې په کار ده، حق نه ورکول کېږي. خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.

له دغه ځانمرګي برید وروسته «بلوڅ ازادۍ غورځنګ» په چینایانو باندې د نورو بریدونو ګواښ هم وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د دوی په سیمه کې دې پانګونې بندې کړي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د جکړې او امنیت انستیتوت وايي‌ چې په دغه هېواد کې د مارچ او اپریل ترمنځ میاشتو کې تاوتریخوالی ۲۴ سلنه زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG