د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: په کالیفورنیا کې په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې چارواکي وايي په یو کور کې د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې یوه ۱۷ کلنه مور او شپږ میاشتنی ماشوم یې هم په کې شامل دي.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) د کالیفورنیا په مرکز د ګوشین په نامه سیمه کې شوې ده. پولیس مقامات وايي چې د دوو مشکوکو کسانو لټون کوي.

د پولیسو یو مسئول مایک بادریاکس وویل چې دوی ته خبر ورکړل شوی چې هلته ډزې دي، خو چې سیمې ته ورسېدل د دریو کسانو مړي یې ولیدل.

هغه وویل چې د دوو نورو کسانو مړي یې په کور کې دننه وموندل او یو کس زخمي و چې وروسته بیا په روغتون کې مړ شو.

پولیس وايي فکر کوي چې یوه جنایتکاره ډله په دې قضیې کې دخیله ده. د پولیسو مسئول بادریاکس وویل چې دا یو عادي تاوتریخوالی نه دی بلکې په خبره یې دا کورنۍ قصدآ په نښه شوې ده.

پولیسو تېره اونۍ دا کور پلټلی و چې ګنې نشه يي توکي په کې دي. ګوشین د کالیفورنیا په مرکز کې یو لېرې پروت ښارګوټی دی چې شاوخوا ۳۰۰۰ اوسېدونکي لري.

XS
SM
MD
LG