د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک کې د ۱۰ کسانو په وژنې تورن په خپل جرم اعتراف وکړ 


پولیس وايي چې بریدګر یوه وحشتناکه انګیزه لرله
پولیس وايي چې بریدګر یوه وحشتناکه انګیزه لرله

د امریکا د نیویارک ایالت د بفالو په سیمه کې په یوې مغازې باندې وسله وال بریدګر په خپل جرم اعتراف کړی دی.

پیټون ګندرون د مې په میاشت کې په یوې مغازې کې لس تنه په ډزو ووژل. دی سپین پوستی ۱۹ کلن ځوان دی او وژل شوي اکثریت تور پوستي و. نوموړی د برید په مهال ۱۸ کلن و او د جون په میاشت کې یې په خپل جرم اعتراف نه و کړی.

د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لړم اوومه) د نوموړي له اعتراف وروسته د ایریک ولسوالۍ څارنوال جان فلاین خبریالانو ته وویل: «له شک پرته چې هغه یوه وحشتناکه انګیزه لرله او نن عدالت پلی شو.» د هغه محکمه ۴۵ دقیقه وه او وکیل یې وویل چې موکل یې په خپل جرم پښیمان دی.

په دغه کس باندې د قتل د لومړۍ درجې او د ډله ایزې وژنې په تړاو نور تورونه دي چې په کې د «نفرت څخه زېږېدلی د داخلي تروریزم تور» هم شامل دی. په دې سره،

ګنډرون لومړی کس شو چې په نیویارک کې په دې تور تورن کېږي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې بریدګر پلان لره داسې یوه سیمه په نښه کړي چې ډېر تور پوستي په کې وي. نوموړي د دغه برید لپاره درې ساعت په موټر کې سفر کړی و.

هغه د نیویارک په ایالت کې د عمر بند له سزا سره مخامخ دی،‌ داسې سزا چې مشروطه ازادي هم نلري. خو پیټون ګنډرون د جولاۍ په میاشت کې په ۲۷ نورو جرمونو تورن شو او که پرې ثابت شي، د مرګ له سزا سره هم مخامخ کېدای شي.

په امریکا کې دا ډول بریدونه وخت ناوخت کېږي، ولسمشر جوبایډن هم دا برید په کلکه غندلی و. یوه غیر انتفاعي ټولنه چې په امریکا کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات ټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه څلور یا یا تر دې ډیر کسان وي.

XS
SM
MD
LG