د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ټپي شوي پخواني واکسیناتور روغتون کې ساه ورکړه – طالبان  


د طالبانو امنیتي مسولینو د جمعې په ورځ جنوري ۲۰ (مرغومي ۳۰) روغتون کې د پولیو د هغه پخواني واکسیناتور مړینه تائید کړه چې د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی و.

د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ یو ویاند عبدالبصیر زابلي امریکا غږ ته وویل د شکرالله په نوم د پولیو پر دغه پخواني واکسیناتور چې له خپلې کورنۍ سره یوځای و د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ د کامې ولسوالۍ په دربند کلي کې برید وشو . نوموړی زیاته کړې چې په دې برید کې د هغه دوه واړه ماشومان هم ټپیان شوي وو.

د ننګرهار امنیتي مسولین وایي شکرالله که څه هم روغتون ته انتقال شو خو د خپلو ټپونو له امله یې ساه ورکړه. د هغه ماشومان لا تر اوسه په روغتون کې دي.

د وژل شوي واکسیناتور ورور امین امریکا غږ ته وویل، شکرالله په وروستیو کې د واکسیناتور په توګه کار نه کاوه او د ننګرهار په پوهنتون کې محصل و.

خو په جلال آباد ښار کې د ځیني سرچینو په وینا، د شکرالله میرمن د کامې ولسوالۍ په یو کلنیک کې د صحي برخې د کارکوونکي په توګه کار کوي.

دا تر اوسه معلومه نده چې آیا پر دغه پخواني واکسیناتور د هغه د پخواني کار او یا هم د کامې په روغتون کې د هغه د میرمنې د کار له امله برید شوی دی.

تر اوسه پر دغه واکسیناتور د برید مسولیت هم چا پر غاړه ندی اخیستی.

تر دې مخکې هم د ننګرهار په ګډون د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر واکسیناتورانو بریدونه شوي چې تلفات یې هم درلودلي‌ دي.

XS
SM
MD
LG