د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین دوه پولیس وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په پاکستان کې چارواکي وايي وسله والو کسانو د پولیو ضد کمپاین دوه پولیس وژلي او له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د پولیسو یو لوړ پوړي مشر وقار احمد خان د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې«وسله وال د اوبو یو کوچني کانال ته نژدې پټ وو او په پولیسو یې له ډېر نژدې څخه ډزې کړې دي» او له سیمې څخه تښتېدلي دي.

نوموړي وویل چې پېښه نن سه شنبه اګست ۱۶ (زمری۲۵) د خیبرپښتونخوا د ټانګ ولسوالۍ په کوټ اعظم سیمه کې شوې ده.

دا هغه سیمه بلل کېږي چې مخکې په کې د پاکستان پوځ له وسله والو سره جګړې هم کړې وې.

د پولیو د کمپاین ضد کسان ادعا کوي‌ چې دا د لویدیځ پلان دی چې له دې لارې غواړي مسلمانان شنډ او نفوس یې کم کړي. یوه ادعا دا هم ده چې په واکسین کې د خنزیر و ازکه کارول شوې ده. خو چارواکي او ډاکټران دا ادعاوې ردوي او وايي چې پولیو یو وژونکی ویروس دی چې واکسین لري او باید د ماشومان ژوند وژغورل شي.

پاکستان حکومت د اپریل په میاشت کې وویل چې د پولیو یوه پېښه په کې ثبت شوې ده، دا له ۱۵ میاشتو وروسته په دغه هېواد کې لومړۍ پېښه وه خو له دغې پېښې څخه وروسته ۱۴ نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

د پولیو په ضد لوی نړیوال کمپاین کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې له یوې لسیزې وروسته په لومړي ځل د جولاۍ په میاشت کې د پولیو یوه پېښه وموندل شوه او بریتانیا له هغه وروسته ماشومانو ته د پولیو ضد د تقویتي واکسین پیلولو خبر ورکړ چې په فاضله موادو کې د ګوزڼ ویروس نمونې ولیدل شوې.

پاکستان او افغانستان هغه دوه هېوادونه بلل کېږي چې د ګوزڼ وژونکی ویروس لا هم په کې ژوندی دی او د نورو دودیزو مسائیلو تر څنګ نا امني هم د دغه ویروس د ختمېدو چارې ټکنۍ کړې دي.

شاوخوا دوې میاشتې مخکې په پاکستان کې وسله والو د پولیو ضد د واکسین د کمپاین په ډلې باندې برید وکړ، یو واکسین کوونکی او دوه پولیس یې ووژل.

XS
SM
MD
LG