د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه او ایټالیا اوکراین ته د میزایلو د دفاع ګرځنده سیستمونه ورکوي


د فرانسې دفاع وزارت د جمعې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) وویل چې فرانسې او ایټالیا موافقه کړې چې اوکراین ته د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو ګرځنده دفاعي سیسټمونه ورکړي.

دا سیسټمونه چې د MAMBA یا SAMP/T په نوم یادیږي، په موټر کې نصب شوي د منځني واټن ویشتونکو توغندیو دفاعي سیستمونه دي چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په څیر د هوایي ګواښونو څخه ساتنه کولای شي.

د فرانسې د دفاع وزارت وویل، د توغندیو دغه سیسټم چې د ناټو غړو هیوادونو فرانسې او ایټالیا لخوا په ګډه جوړ شوی، له اوکراین سره به مرسته وکړي چې "د روسیې د بې پیلوټه الوتکو، توغندیو او الوتکو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي."

دې وزارت په یو بیان کې ویلي، دا مرستې د اوکراین د دفاع د وزیر اولیکسي رزنیکوف د هغې بیړنۍ غوښتنې په ځواب کې دي چې د فرانسوي او ایټالوي همکارانو څخه یې کړې وې چې "د روسیې له هوايي بریدونو څخه د ملکي وګړو او زیربناوو په ساتنه کې به مرسته وکړي. "

د سه شنبې په ورځ پاریس ته د رزنیکوف د سفر په جریان کې، د فرانسې د دفاع وزیر سیبستین لیکورنو لا دمخه اعلان کړی و چې هیواد به یې نور تازه هوایی دفاعي تجهیزات اوکراین ته واستوي.

فرانسې همداشان ژمنه کړې چې ګرونډ ماسټر ۲۰۰ په نامه رادار سیسټم به هم اوکراین ته ورکړي چې د فرانسوي دفاعي قراردادي تیلس جوړ کړی دی.

دا رادار ددې امکان برابروي چې چې د دښمن هوایی ځواک په ۲۵۰ کیلومترۍ کې کشف کړي او په ۱۰۰ کیلومترۍ کې ورسره جګړه وکړي.

دا رادار، چې د لارۍ په واسطه لیږدول کیدی شي، د هاوان او توپخانې ډزې هم کشف کولی شي، چې د لومړنۍ خبرتیا د سیسټم په توګه هم کار کوي.

XS
SM
MD
LG