د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخبارات: چین یوې ناغوښتل شوې جګړې ته چمتو کېږي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د استخباراتو مقامات وايي د متحدو ایالتونو په اړیکو کې د چین بد بیني بیجینګ داسې یوې جګړې ته چمتو کوي چې ان چینايي مقامات یې هم نه غواړي.

د متحدو ایالتونو په دفاعي استخباراتو کې د چین د ماموریت مشر داګ وید خبرداری ورکړی چې ډېر امکان لري چین او امریکا د یو«مخ په زیاتېدونکي» تقابل کې سره مخامخ شي او بیجینګ هڅه کوي چې په جنګي، دپلوماتیکو، اقتصادي، سوداګرۍ، بشري حقونو او نورو دا ډول برخو کې ځان لوړ وښيي.

د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ په دې وروستیو کې روابط خراب شوي او دا روابط تېره میاشت د متحدو ایالتونو قلمرو ته د چین له لوري د یو جاسوسي بالون له استولو وروسته نور هم ترینګلي شول. امریکا دا بالون ووېشت خو چین ادعا کوي چې هغه یو ساینسي بالون و چې لاره یې غلطه کړې وه.

داګ وید وویل چې د چین ولسمشر شي جینپینګ او نورو مقامات داسې فکر کوي چې امریکا نه پرېږدي چې چین «د یو نړیوال مشر په توګه په نړۍ کې هغه ځای ته ورسېږي چې وړ یې» دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د تایوان په اوبو کې به د چین چال چلند ته ځواب وویل شي. هغه وویل: «چین نغواړي له موږ سره د تایوان په سر جګړه وکړي... که مجبور شي، دا کار به وکړي... چین دا رد کړي نه دي.»

د متحدو ایالتونو په دفاعي استخباراتو کې د چین د ماموریت مشر داګ وید داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده مخکې د امریکا لوړ پوړیو استخباراتي مشرانو د کانګرس غړو ته په نړۍ کې د چین حکومت د جاه طلبۍ د هلو ځلو په اړه خبرداری ورکړ. د سي اي مشر ویلیم برنز ویلي وو چې هېڅکله هم د چین د مشرتابه جاه طلبي له پامه نه غورځوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر ارویل هاینس ویلي وو سره له دې چې د چین ولسمشر او نور مشران دې نتیجې ته رسېدلي دي چې «د ستونزو د زیاتاېدو په مخنیوي او له متحدو ایالتونو سره د اړیکو په ثبات کې ډېره ګټه کوي، خو بیا هم د شخړې له خطر سره لیوالتیا» لري.

په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او چین ترمنځ روابط ترینګلي وو. د نورو مسائیلو تر څنګ امریکا چین د بشري حقونو څخه په سرغړونې او په خاص ډول د اویغور اقلیت په ځپلو تورنوي، چین دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG