د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: چین د امریکا او نړۍ د پاره په یو خطرناک هېواد بدل شوی


مایک پمپیو، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر
مایک پمپیو، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، مایک پامپیو وايي، د چین پوځي قوت او موخو ته په کتو سره، په دې باور دی چې دغه هېواد د امریکا او نړۍ لپاره په یو خطرناک هیواد بدل شوی دی.

پامپیو د امریکا غږ له چینایي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړه چې د چین ولسمشر شي جینپینګ پر نړۍ باندې د واکمن کېدو هلې ځلې کوي.

هغه زیاته کړه: "د موخو په هکله یې زه فکر کوم، شي جینپینګ د خپل نړیوال یو مخیز تسلط د اهدافو په هکله په واضحه توګه خبرې کړي او کار یې ورباندې شروع کړی دی."

پمپیو زیاته کړه: "مونږ د چینایانو وړتیاوې، د دوی د توغندیو سیستم، فضايي پروګرام، سایبري پروګرامونه، او د یو ۱.۴ میلیارد خلکو قوي اقتصاد وینو چې کولی شي نه یوازې د امریکا لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستونزې رامنځته کړي."

پمپیو له دې وړاندې په خپل تازه خپور شوي کتاب کې، ولسمشر شي جینپینګ چې د چین د کمونست ګوند رهبري هم کوي، په نړۍ کې تر ټولو خطرناک کس بللی وو.

پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له دندې برسېره د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی اې) مشري هم کړې ده. هغه له امریکا غږ سره په مرکه کې، په دغو دوو ادارو کې د خپل ماموریت پرمهال له چین، شمالي کوریا او روسیې سره د متحده ایالاتو د حکومت د تعامل پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

ښاغلی پمپیو وايي، په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه یو کال وروسته هم د پوتین په موخو کې کوم بدلون ندی راغلی.

هغه وویل: "ما له پوتین سره وخت تیر کړی، هغه په دې باور دی چې د تیرې پیړۍ تر ټولو لویه خطا د پخواني شوروي اتحاد پاشل کېدل و. له اروپا څخه د لویې روسیې د ډیرو برخو د بیرته نیولو لپاره د هغه هدف واضح دی. یوازې د خطر څخه د هغه د درک موضوع ده."

مایک پمپیو له چین څخه د کرونا ویروس د خپرېدو په تړاو وویل، تراوسه دقیقه معلومه نده چې دغه ویروس د ووهان له کوم لابراتوار څخه او یا هم د حیواناتو له مارکیټ څخه رامنځته شوی، خو نوموړی د چین په مشرتابه تور لګوي چې نورې نړۍ ته یې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي هڅه نده کړې.

هغه زیاته کړه: "د چین مشرتابه د ۲۰۱۹ کال په مني کې له لابراتوار څخه د ویروس په خپرېدو باندې پوهېده. ډاکټران ناروغان شوي وو او روغتون ته یې مراجعه کړې وه. دوی پوهیدل چې دا یو وژونکی ویروس دی، دوی نه پوهېدل چې څومره خطرناک دی خو په دې باندې پوهیدل چې د ووهان خلک د چین نورو برخو او نړۍ ته سفر ونه کړي، خو دوی په الوتکو کې خلک د نړۍ بیلابیلو برخو ته ولېږل او ویروس یې خپور کړ."

د چین له خوا تایوان ته د متوجه ګواښونو په هکله ښاغلي پمپیو وویل چې متحده ایالات باید د تایوان سره مرسته وکړي او د سیمې له هیوادونو سره خپله ملګرتیا غښتلې کړي.

هغه وویل: "مونږ ډیر شیان کولی شو. زه خوښ یم چې تایوان ته د استول کېدونکو روزونکو او مهماتو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. موږ باید په دې برخه کې له تایوان سره نوره مرسته هم وکړو.

چین د تایوان خودمختاره ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي او وايي که ضرورت شي، په زور به یې ونیسي. واشنګټن د خپل "یو چین" تګلارې له مخې، له تایوان سره غیررسمي اړیکې او پوځي همکاري پالي خو بیجینګ ته د چین د رسمي حکومت په سترګه ګوري.

ښاغلي پامپیو وویل: "بله مهمه خبره، په سیمه کې له هیوادونو سره زمونږ ایتلاف دی. په دوه دلیلونو: اول دا چې دوی به د چین د ولسمشر د کوم ناوړه حرکت په وړاندې چمتو وي او دوهمه دا چې کله چې شي جینپینګ وویني چې استرالیا، جاپان، د کوریا جمهوریت او فلپین له تایوان سره یو ځای تمرین کوي، نو دا به یې په تایوان د برید کولو په اړه په نظر کې بدلون راولي."

پمپیو د چین په اویغور کې د مسلمانانو او په هانګ کانګ کې د خلکو د ازادیو په محدودولو هم اندېښنه څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG