د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د شنبې په ورځ په افغانستان کې تعلیمي کال پیل شو، خو نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د بشري حقونو څار سازمان دا د نجونو او نړۍ لپاره یوه غمجنه ورځ بللې. د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله، کاملا هریس، افریقا ته سفر کوي. د میرمن هریس دفتر وايي چې د سفر موخه د ملګرتیاوو پیاوړتیا، امنیتي او اقتصادي همکارۍ ده. او افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په یوې نړیوالې سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه. افغان لوبغاړي وایي د دې پړاو دوه نورې لوبې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې کیږي.
برخه
-
غبرګولی ۲۱, ۱۴۰۴د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
-
غبرګولی ۰۷, ۱۴۰۴د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
-
غبرګولی ۰۶, ۱۴۰۴د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
-
غبرګولی ۰۵, ۱۴۰۴د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
-
غبرګولی ۰۴, ۱۴۰۴د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
-
غبرګولی ۰۳, ۱۴۰۴د اشنا د شنبې خبري خپرونه